ايراني چارواکي وايي، چې د دوهم ځل لپاره د دغه هېواد د
اټومي بټيو پر کمپيوټر باندې د ويروسو بريد شوی دی. د اتومي بټيو يوه تن کارکوونکي
غلام رضا جلالي خبري رسنيو ته ويلي، چې دا ځل د سټار په نوم د يو ويروس په واسطه بريد شوی، خو دوی کشف کړی دی. نوموړې زياته
کړې، چې د دوی د دغه ويروس د پېژندنې لپاره پلټنې پيل کړي دي.
تير کال هم د بوشير په اټومي بټو باندې، د سټوکنس "Stuxnet" ويروس پر مټ بريد تر سره شوی و، چې له امله يې د دغه
اټومي بټۍ چارې څو ورځې وځنډيدې.