ويکي ليکس په ګونتانامو کې د پنتاګون
لخوا د القاعده په تور نيول شوو 800 کسانو
بنديانو په هکله يوه څېړنه وړاندې کړې او
د واشنګټن پوست لخوا خپره شوې ده.
رېپوټ وايي، چې په دغه بنديانو کې
ځينې ډېر خطرناک کسان هم موجود دي، چې نيول شوي او له ترهګرو ډلو سره يې تړاو
درلود. رېپوټ زياتوي، چې ځينې نور بيا داسې کسان هم نيول شوي، چې د ثبوت لپاره يې ډاډمن اسناد موجود نه وو. د رېپوټ له مخې، څرنګه چې د القاعده ډېری غړو د
کاسيو Casio ﻻسي ساعتونه
کارول، په دغه ډله کې داسې ملکي خلک هم نيول شوي، چې په ﻻس يې کاسيو ساعت و او د
القاعده په تور نيول شوی.