د تاجيکستان يو سرتيری ، د افغانستان پولې ته څېرمه وژل شوی

د افغانستان پولې سره يوې وسله والې ډلې د تاجيکستان پر سرحدي ساتوونکو  بريد  کړی او  يو تاجيک سرتيری يې وژلی دی.
دغه بريد د ختلان په سيمه کې شوی او د تاجيکستان د سرحدي ځواکونو يوه تن چارواکي ويلي، چې بريد کوونکي وسله وال افغانان وو او يو تن بريد کوونکی هم وژل شوی. ده زياته کړې، چې دوه نور بريدکوونکي ټپيان شوي او پاتې کسان په دې توانيدلي، چې بېرته افغانستان ته ننوځي.
د يادونې وړ ده، چې په شمال کې د قاچاقوړونکو وسله والې ډلې موجودې دي او د تاجيکستان له ﻻرې  نورو هېوادنو ته  مخدره توکي وړل کيږي.