د الکوزی ګروپ مشر جليل الکوزي په دوبۍ کې رسنيو ته
ويلي، چې دوی په افغانستان کې له مخکې موجود يو بانک په بشپړه توګه اخيستی، چې ډېر
زر به په نوي نامه خپل فعاليت پيل کړي. ده وويل چې د افغانستان بانک د نوي بانک
جوړولوته اجازه نه ورکوي، ځکه دوی اړ شول چې پخوانی بانک واخلي. ده د بانک د نوم له اخيستلو او نورو
تفصيلاتو ډډه وکړه. جليل الکوزي همداراز اعلان وکړ، چې دوی د نساجي يوه فابريکه هم
جوړوي ، چې هغه به هم د څو مياشتو د ننه په کار پيل وکړي. د يادونې وړ ده چې د
افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک (کابل بانک) له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان
دی او اوس يې د دولتي چارواکو او نړيوال بانک له خوا د خرڅلاو پرېکړه شوې ده.