په کندهار کې دامنیت مسوول شیرشاه یوسفزي له روهي ویبپاڼې سره په ټیلفوني خبرو کې وویل :
پېښه نیمه شپه رامنځته شوې ده ، خو جزیات معلوم نه دي .
طالب ویاند یوسف احمدي وايي : تېره شپه دکندهار په زندان کې نږدې 541 سیاسي بندیانو له تېرو دوو میاشتو د35 مترو په فاصلې تونل اېستې دی او دشپې دولس بجې ېې له زندانه
خپلو بندیانو ته دوتلو امر کړې دی .
طالبان وايي : په تښتېدلو زندانیانو کې نږدې 150 ېې جنګي قومندانان دي .
دا دوهم ځل دی ،چې طالبان دکندهار له زندان څخه تښتي .