له کندهار څخه رارسېدلي خبرونه وايي، چې د دغه ښار له
زندان څخه بېګا شپه په سلګونو سياسي بنديان تښتېدلي دي. د کندهار امنيه قومندان او
د محبس قومندان پېښه منلې، خو د تېښتې د څرنګوالي او د تښتېدلو بنديانو د شمېر په
اړه يې څه نه دي ويلي. د ځينو سرچينو په حواله څه باندې څلورسوه تنه په تېښته
بريالي شوي دي.