امريکا پاکستان ته 85 بې پيلوټه الوتکې ورکوي

د ځينې رېپوټونو پر بنسټ، چې د امريکايي چارواکو له قوله خپاره شوي، وايي د امريکا هېواد پتيلې، چې د پاکستان حکومت ته  85 بې پيلوټه الوتکې ورکړي. د دغه ورکړې شرايط ﻻ تر اوسه پوره نه دي روښان، خو داسې ښکاري، چې پاکستان حکومت به  د قباييلي سيمو تر څنګ، د پولې بلې غاړې ته هم پښتانه په نښه کوي او د ترهګرۍ سره د مبارزې په تور به يې وژني.
په دې وروسيتو کې، دافغانستان له ختيځ وﻻياتو څخه  په وار وار داسې رېپوټونه  ورکړل شوي، چې پنجابي پوځيانو د دغو وﻻياتو ولسوالۍ تر توغنديزو بريدونه راوستي دي.
د سيمې د چارو شنونکي په دې باور دي، که له افغانستان نه په رښتيا هم بهرني ځواکونو په شا شي، کيدی شي پاکستان دغه الوتکې د افغانستان پر ضد وکاروي.