د
افغانستان د امنيت ادارې رييس نن ورځ ولسي
جرګې ته بلل شوی و. رحمت الله نبيل ويلي، چې د کونړ په ماڼوګي او چپه دره ولسواليو کې د طالبانو سره نښتې روانې دي او
که سيمې ته مرسته ونه رسيږي، دا ولسوالۍ
به د طالبانو په ولکه کې راشي.
د
يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د هوا له ښه کيدو سره د مخالفو وسله والو
طالبانو بريدونه زيات شوي دي. نږدې شل ورځې مخکې طالبانو په نورستان وﻻيت کې
نوموړو ولسوالۍ ته په ګاونډ کې هم د وايګل ولسوالي نيولې وه او په وروستيو ورځو کې په کاپيسا کې هم له بهرنيو
ځواکونو سره جګړې روانې دي، چې له سيمې نه يو شمېر کورنۍ کډې کولو ته هم اړې شوي.