په
پېښور کې په زرګونو تنو، پر قباييلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو
په غبرګون کې، د ناټو پر اکماﻻتي کاروان
باندې ﻻره تړلې ده. يو زيات شمېر محصلينو او زده کوونکو د ناټو د ﻻريو
لپاره سرکونه ډب کړي او د ناټو اکماﻻتي کاروان تر دوو ورځو پورې يې تګ شاته
خورځيدلی. خلک د دې ناقانونه بريدونو له امله په غوسه دي، ځکه په وزيرستان يې زيات
شمېر بيګناه خلک وژلي او ﻻ هم دا لړۍ پای ته نه ده رسيدلې.
ناټو
د پاکستان له ﻻرې تقريبا 70 سلنه
د اړتيا توکي واردوي، چې زياتره يې د بلوچستان او
پښتونخوا له ﻻرې افغانستان ته وړل کيږي.