د ناټو 5 سرتيري په سويل او ختيځ کې وژل شوي

د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن  ورځ ويلي، چې په جلا پېښو کې په افغانستان کې پنځه بهرني سرتيري وژل شوي دي. خبر زياتوي، چې دوه سرتيري تيره ورځ د افغانستان په سويل کې د چاودنې له امله او درې نور په ختيځ کې د نښتو پر مهال وژل شوي. د پېښو په هکله نور تفصيلات نه دي وړاندې شوي.
د يادونې وړ ده، چې تيره ورځ له دې پېښو پرته د چورلکې په نسکوريدلو کې هم دوه بهرني سرتيري وژل شوي وو.