په خوست کې د لوړو زده کړو په برخه کې  خصوصي پوهنتون په کار پيل وکړ.

په خوست کې د پامير په نوم د لوړو زده کړو شخصي موسسې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جواز په درلودلو سره پدې ولايت کې په فعاليت پيل وکړ .
هغه مراسم چې د پامير په نوم د نوي شخصي موسسې د پرانيستې په موخه نيول شوي وو، د خوست والي عبدالجبار نعيمي سربېره په ولسي جرګه کې د لويې پکتيا منتخبو وکيلانو  او د مشرانو په جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمیسیون  مسئو ل عارف الله  پښتون  ، د خوست ولايتي شورا غړو ، د پوهنتو ن رئيس دوکتور ګل حسن  وليزي ، په لسګونو استادانو ،  ديني عالمانو او محصلينو پکې برخه اخيستي وه .
 
ناسته د پاک قران د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه . ورپسې د پامير په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې  موسس پوهندوی استاد سيدکريم شاه نيکمل د دغې علمي موسسې  په تړاو د ناستې برخوالو ته مالومات وړاندې کړل .
 
د نوموړي په وينا چې د پامير په نوم علمي موسسه د لوړو زده کړو وزارت رسمي جواز اخيستی او د دريو پوهنځيو اقتصاد . کمپيوټر ساينس او د انګليسي ادبياتو په برخو کې د خوست خلکو لپاره خدمت کولو ته چمتو شوي چې د ګاونډي هيواد پاکستان او د شيخ زايد پوهنتون تجربه کارو استادانو په همکارئ به يې د زده کړې بهير مخ کې يوړل شي .
 
په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس دوکتور ګل حسن وليزي د خپلې لنډې وينا پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د پامير موسسې په تړاو رسمي جواز او د لوړو زده کړو وزیرپيغام ولوست چې د پامير  په نوم علمي موسسې  د جوړيدو  په  اړه يې خوښي څرګنده کړي  وه او د خلکو غوښتل شوي وو،  چې لوړو زده کړو ته مخه کړي .
 
دښاغلي وليزي په وينا چې سږکال يولک شپږويشت زره  (١٢٦٠٠٠)  زده کونکو د لوړو زده کړو په موخه ازموينه ورکړي چې لدې جملې پنځه اويا زره (٧٥٠٠٠) زده کوونکي بې نتيجې پاتې شوي چې د لوړو زده کړو وزارت يې د جذب ظرفيت دامهال نه لري نو د داډول علمي موسسو جوړيدل يې د ځوانانو لپاره په روزنه کې لويې لاسته راوړنې وبللې او له خپله اړخه يې د همکارئ ډاډ ورکړ .
 
خوست والي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا پرمهال پدې خوښي وښوده چې د معارف او لوړو زده په برخو کې پدې ولايت کې د ځوانانو لپاره سهولتونه رامنځته کيږي .
 
د نوموړي په خبره يواځې علمي مرکزونه کولی شي ټولنه د سوکالئ او پرمختګ په لوري بوزي او په ولسونو کې د زياتو ستونزو په رفع کولو کې مهم رول ولوبوي  .ښاغلي نعيمي وويل چې په کومه ټولنه کې ځوانان  د وطن پالنې په ملي روحيه وروزل شي په هغې ټولنه کې پرمختګ رامنځ ته کيږي او دخلکو ترمنځ د ورورئ فضا قائيميږي .
 
ده زياتوله  چې موږ بايد خپلې ملي سرمايې يعنې دقومي او ديني  پياوړو مشرانو ساتنه وکړو او خلکو ته دا روحيه بايد ورکړل شي چې د خپلو مشرانو پريکړو ته احترام ولري او پروړاندې يې د هرډول خطرونو مخه ونيسي همداشان د ملي شتمنيو ساتنه وکړي خو داهله ممکن دي چې زموږ ځوانان د علم  په زيور سمبال شي او د وطن پالنې  روحيه ولري .
عبدالجبار نعيمي همداراز وويل ، هر هغه څوک چې زموږ مشران او استادان تهديدوي هغوی زموږ پرمختګ نشي زغملی نو هيله یې څرګنده کړه چې د خوست ولسونه  په خپلو کې سره يو شي او د داډول کړنو مخه ونيسي .
 
همداشان يې د استادانو وغوښتل چې د زده کونکو سره د زده کړې په بهير کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي ترڅو د ميندو او پلارونو هغه ارزوګانې چې د خپلو اولادونو د تعليم او تربيې په برخه کې لري پوره شي .
 
د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا په وروستئ برخه کې د لويې پکتيا په سنا او ولسي جرګه کې د غړو  مننه وکړه چې په خوست کې د پامير په نوم د لوړو زده کړو شخصي موسسې د پرانيستې په مراسمو کې يې برخه واخيسته او ترڅنګ يې پدې ولايت کې د هغو ځوانانو لپاره چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی د کانکور ازموينې ، د انګليسي نړيوالې ژبې او کمپيوټري پروګرامونو زده کړې  ته لاس رسی ولری د خپلو شخصي مصارفو د لارې علمي مرکز جوړ اود پرانيستې په موخه يې په خپله دوی دې ولايت ته راغلي دي .
 
د ولايتي شورا وکيلې اغلي نعت بي بي عمري هم د خپلې وينا پروخت د پامير په نوم د نوي جوړې شوي علمي موسسي جوړيدل د خوستوالو لپاره د خوښئ زيری وباله تر څو هغه ځوانان چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې پاتې شوي لدې لارې به خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي .
اغلې عمري همداراز د پامير د لوړو زده کړو موسسې موسس پوهندوی استاد سيد کريم شاه نيکمل څخه وغوښتل چې پدې علمي مرکز کې د انجونو لپاره هم د زده کړې زمينه په داسې بڼه برابره کړي چې د دوی کلتوري ارزښتونه خوندي وساتل شي . پدې مراسمو کې د خوست خلکو په سنا او ولسي جرګه کې منتخبو استازو همداشان د پکتيا ، پکتيکا او لوګر ولايتونو د استازو په استازیتوب  همايون خوست ولايت ته د لويې پکتيا د ټولو وکيلانو د راتګ هدف د ناستې برخوالو ته په ډاګه کړ .
 
 ښاغلي همايون وويل چې دوی پدې موخه خوست ولايت ته راغلي چې د خلکو غوښتنې واوري ترڅو سرته رسولو لپاره يې دوی په ګډه هڅه وکړي او له بل پلوه دخوست خلکو لپاره پدې ولايت کې يو دفتر پرانيزي چې لدې لارې خپل مشکلات او غوښتنې پرته لدې چې خلک پلازمينې کابل ته تګ راتګ وکړي په اسانۍ سره  د ولسي جرګې اومشرانو جرګې وکيلانو  ترغوږونو ورورسوي .
 
د پکتيا ولايت په ولسي جرګه کې منتخب استازي ګل پاچا مجيدي هم د غونډې په وروستئ برخه کې د ناستې برخوالو ته په خپله لنډه وينا کې وويل چې يواځې ناپوهي ده چې خلک د هراز ستونزو سره لاس او ګريوان کوي نوهيله یې څرګنده کړه ،چې ځوانان د علم زده کړې لوري ته مخه کړي او خپل هيواد په خپله اباد او ورغوي .
 
د ده په وينا چې تردې وخته موږ په هره برخه کې قهرمانان ليدلي خو اصلي قهرمان هغه څوک دی چې د علم په برخه کې د نورو سره سيالي او خپلوهيواد ته خدمت ترسره کړي نو پدې ولايت کې يې د پامير په نوم د علمي موسسې پر جوړيدو يې خوښي وښوده .
 
ورسته د پامير په نوم د لوړو زده کړو موسسې مسئولينو لخوا خوست والي عبدالجبار نعيمي ته د افغاني دود له مخې چاپنه ډالی شوه چې د نوموړي لخوا د غوره ملماپالنې او قدردانئ په خاطر په  ولسي  جرګه کې دپکتياولايت  دخلکو منتخب استازي ګل پاچا مجيدي ته د ناستې برخوالو په وړاندې ډالی شوه او د کابل څخه راغليو وکيلانو ته د پښتني دود له مخې لنګی هم ورپه سر شوي .
 
له هغې وروسته  د پامير په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې پرانيسته د پټی په پريکولو سره وشوه چې لدې وروسته به په عملي بڼه د خوست خلکو لپاره د زده کړې په برخه کې خدمت ترسره کړي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
نېټه :۱۳۹۰/۲/۳
ورځ :شنبه  
د مطبوعاتي کنفرانس په تړاو رېپوټنوراني او خوشنود
دخوست،دپکيتا،پکتيکا،لوګردولسې جرګې   اومشرانو جرګې استازو دخپل راتګ هدف يوې غونډې پرمهال  دخوست والي سره يوځای په ډاګه کړپه سرکې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي راغليو وکيلانو ته دښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل  دولسې اومشرانو جرګې استازي سربيره پردې چې خپلې دندې ترسره کوي غواړې چې ولسونو سره خپلې کړې ژمنې هم پوره کړي چې په همدې موخه يې خوست ولايت ته نن ورځ سفر  وکړ   او غواړي چې دخوست ولايت اوسني وضعيت له نږدې وګوري اودخلکو ستونزې له ځانونو سره ياداښت کړي او ددې ترڅنګ پدې ولايت کې يو دفتر دخلکو دستونزو ته درسيده ګۍ په خاطر يو دفتر او ددې ترڅنګ يوښوونيزمرکز پرانېزي . ښاغلي نعيمي ددې ترڅنګ زياته کړه

دخوست خلک اوس مهال ددولت سره دښې همکارۍ له امله ديوه نيمکرغۍ ژوند دخپلولو په موخه بيړني ګامونه اخلي پدې ولايت کې خپلمنځي قومي وسله والې شخړي هواري شوي د ادارې دسمون او رغون په خاطر يو لړ اقدامات ترسره شوي همداراز په وخت سره دولسونو ستونزو ته ډيره بريده رسيده ګي شوي خو پدې ټولو چارو سربيره مونږ دخوست ولايت دمرکز ادارو داړوندو ادارو لپاره دبوديجې دانتقال او ديو لړ بنسټيزو پروژو دپلي کيدو په عرض ګډ ١٥ کسيزپلاوی مرکز کابل ته ليږلی چې دهغې پلاوي سره دخوست وکيلانو ترخپله وسه منډې ترړې کړي او ديو شمير وزارتونو څخه يې کلکي ژمنې اخيستي دي ترڅو په راتلونکي هغه ژمنې او دکاغذ پرمخ منظور شوي وړانديزونه پلي او لاهم په پرله پسي توګه تعقيب شي چې له همدې امله له تاسو وکيلانو څخه د ولايتي ادارې او دخوست ولسونو غوښتنه ده چې ديولړ بنسټيزو پروژو په منظورۍ کې خپله وسه نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي چې ددوی هڅې او کوښښونه دپوره قدردانی او مننې وړدي
 
خوست والي نعيمي وويل دپلازمينې کابل څخه يوشميرسرحدي ولايتونو ته چې دهغې له جملې خخه خوست ولايت هم دی  چې انکشافي بوديجه پروخت سره نه دغه ولايت ته نه راليږدول کيږي چې ددغې ستونزې دهوارې لپاره له تاسې وکيلانو زمونږ او دخوست خلک غوښتنه کوي  چې بايد په دغه برخه کې له مرکزي حکومت سر دبوديجې دانتقال او نورې ستونزې هوارې  شي .
نعيمي وويل: اوس مهال په خوست ولايت کې زياتره حکومتي ادارې اکمال شوي او زمونږ يوټاکل شوي هئيت دهروخت لپاره ديوشميرولسواليوڅخه په دې موخه ليدنې ترسره کوي دولسواليو ادارې کارکوونکي خپلې چارې دمرکز په څيرپه ګړندۍ توګه ترسره کړي
خوست والي همداراز  وويل وړاندې چې په دې ولايت کې دعدلي او قضايي ارګانونو په هکله کومې ستونزې موجودې وې اوس مهال تريوه بريده هواري شوي اوهم مو دعدليي او قضايي ادارو مامورينو  او قضيانو دظرفيت لوړولو لپاره يو ٩ ورځني ورکشاپ هم په لاره اچول شوی چې دامهال هم جريان لري .
ښاغلي نعيمي همداراز  وويل دخوست خلک چې پرمختګ غواړي   او هغه اشخاص  چې په دې ولايت کې ورانۍ ته لمن وهي دهغوی دنيولو لپاره هم هڅې روانې دي ترڅو ددوی ناوړه افکارو او پلانونو دپلي کيدو مخه ونيول شي .
خوست والي راغليو واکيلانوته وويل کله چې دخوست خلکو پرتاسې حساب کوي نو پرتاسې لازمه ده چې ددغو ولايتونو پرمختګ لپاره څومره چې لازمه ده کارترسره کړي.
غونډې ته په ولسي جرګه کې دخوست خلکو منتخب استازي همايون پخپلو خبروکې وويل مونږ ددې لپاره خوست ولايت ته تشريف راوړی ترڅو دلوی پکتيا خلک دا احساس وکړي چې په ريښتوني منعي دلويي پکتيا وکيلان ګډ اتحاد اويووالی لري  چې کولی شي دخپلو قانوني صلاحيتونو څخه په استفادي سره دلويي پکتيا دخلکو  له حقه حقوقو  دفاع وکړي اومرکزي حکومت څخه هغوی ته خپل حق په شهامت سره ترلاسه کړي
ده وويل ددې لپاره چې زمونږ  پريکړې اهميت ولري بايدچې دپريکړو سره سم د لاسه  عملي ګامونه پورته کړي خوستي وکيلان پخپل شخصي لګښت سره غواړي چې يوعلمي او ښوونيز مرکز پرانيزې  ترڅو دانګلسي ژبې ، کمپيوټر اونورو ساينسي علومو دزده کړي په خاطر پکې ځوانان وروزل شي  ترڅو ځيني ددغو کورسونو په لوستلو سره له دې لارې دخوستيو ځوانانو علمي سويه لوړه او په کانکورکې دګډون وروسته په لوی شمير سره دلوړو زده کړو مرکزونو ته لاره پيداکړي
ښاغلي همايون همداراز  وويل هغه دفترچې مونږپه خوست کې پرانيزو  يو عمد هدف داهم دی چې دخوست قومونه دهمدغه دفترله لارې خپلې غوښتنې اوستونزې زمونږ سره شريکې کړي ددوی وړانديزو او عرايض ددغه دفتر له لوري مونږ ته راوليږل شي په مرکز کچه مونږ ورته دحل لارې چارې ولټوو
غونډې ته په ولسي جرګه کې دخوست خلکو منتخب  استازي همايون زياته کړه مونږ دياد مرکز پرانيستې داغلي ساهره شريف په مرسته دخوست ګڼ شميرورزشکارانو ته په لويه اندازه ورزشي لوازم هم راوړي او همداشان به ديو شمير ميرمنو سره داغلي ساهره شريف له لوري  دخويندو سره يوشميرنغدي مرستې هم ترسره شي
نوموړي غونډې ته دخوستيو بنديانو خبره هم ياده کړه چې دخوست وکيلانو دهڅو په پايله کې په ضمانت راخوشي شويدي
دهمايون وروسته غونډې ته په ولسي جرګه کې دپکيتا ولايت خلکو منتخب استازي ګل پاچا مجيدي دلوي پکيتا دواکيلانو په استازيتوب خبرې وکړې هغه وويل مونږ دلوي پکيتا واکيلانو په ولسي جرګه کې دخپلو حقونو دترلاسه کولو او دولس درواغوښتنو دپوره کولو په خاطرکلک يوالي او اتحادکړي
چې مونږ غواړو له همدې لارې دلوي پکيتا په کچه غټې ستونزې او اساسې پروژې  دمرکزي ادارو څخه منظورې او په يادو ولايتونوکې پلي کړو چې په دې لړکې مو دخوست ولايت هوايي ميدان بوديجه داړونده وزارت څخه منظوره کړي چې په نيږدي راتلوونکي کې به دولسي جرګې لخوا تصويب او خوست ته به راانتقال شي

مجيدي زياته کړه په خوست کې په ريښتني شکل د ددغه ولايت درهبرۍ لاندې مثبت بدلونونه ترسترګو شوي دي خو ولي بياهم لازمه ده چې په دې ولايت کې دخلکو دژوندانه دښه ولي لپاره زيات کارترسره شي . دلوي پکيتا دولسونو ستونزې زمونږ دواکيلانو مشترکې ستونزې دي نو هرومرو به دقانوني صلاحيتونو په استفادې سره دخپلو خلکو لپاره ريښتنی چوپړترسره کړو مجيدي همداراز وويل مونږ دپارلمان په تيره دوره کې ديو شمير پروژو نظارت کړي او س هم په پلان کې لرو چې دخوست ګرديز ترمينځ دغځيدلي سرک چارې نظارت کړو ترڅو دکتنې او اروزونې پايلې يې مرکزي ادارو ته نيغ په نيغه ورسوو .
خبري کنفرانس په پای کې دنړيوالو ،ملي اوسيمه ايزو رسنيو خبريالانو له لوري راغليو واکيلانو څخه پخپل وارسره پوښتنې ترسره شولې چې دواکيلانو لخوا وړ ځوابونه ورکړل شول
ديادولوده چې په ياده خبري ناسته کې دخوست په والي سربيره  دولايتي شورا معاون سيدکريم خان خاکسار په پارلمان کې دخوست دخلکو منتخب استازي همايون ، ساهره شريف  ميربت خان منګل لياقت بابکرخيل عارف الله پښتون ددوی په ګډون  دپکتيا پکتيکا او لوګرولايتونو لسو وکيلانو برخه اخيستي وه .