د ښکلا انداز یې مکمل بدل شي
چې نظر یې د بڼو په څوکو شل شي
چې مې خوښ شوې څه ګونا ده جلوه مخیه!
مخ وراوړي چې تیاره کې څراغ بل شي
ستا په نه خپل ځان ته داسې شرمینده شوم
لکه څوک چي د اتڼ منځ کې دربل شي
زغم زغم زغم خو اخر زغم هم په غم واوړي
ستړیا ډيره شي مخ پورته چې مزل شي
کوم ځانګړی کمال نلرم د شعر خو
چې د زړه درد مې راوسپړم غزل شي
وښیاري همیشه ښه نه وي جلانه!
کله کله سړی ښه وي چې پاګل شي
۱۵ کب ۱۳۸۹
سیدجیلاني جلان کابل ژوندون راډيو تلویزیون
وروستي