درشاد بابا تېرې میاشتنۍ  ادبي کره کتنې غونډې ریپوټ

دلوی خدای په نامه


درشادادبي کره کتنې غونډه د(۱۳۹۰)کال دورې په (۲۶)نیټه په کاروان انسټیوټ کې سمع الله سپرلي دقرآنکریم په مبارکوآیاتونوپیل کړه.
دغونډې مشرعزت الله شمزی اومیلمه داودتپاندوو.
تیره اونۍ داسماعیل څپه پرکتاب چې دماشومانودپاره یې لیکلی وکره کتنه وشوه.
اسماعیل څپه دماشومانودپاره په دې کتاب کې دچرګوړي اودهیلۍ دبچي په اړه یوه کیسه لیکلی وه (دهیلۍ بچی دخپلې مورنه ورکیږي بیادچرګوړي سره مخ کیږي دهیلۍ بچی دچرګوړی سره ملګرتیاکوي چرګوړی دهیلۍ دبچي نه داتمه لري چې هرڅه زه کوم باید ته یې هم وکړې ،خودهیلۍ بچی دچرګوړي په شان نه آزان اونه منډه وهلی شي.
چرګوړی په کاریږي دهیلۍ بچي ته وایي دهیلۍ بي بي زویه ته زماپه شان څنګه منډه اوآذان نشې کړی. په دوی شپې اوورځې تیریږي .یوه ورځ دهیلۍ بچی په اوبوکې لامبووهی ،اوپه هواکې الوزي چرګوړی ورته وایي چې ته خولامبوهم وهلای شي الوتلی هم شي پدې وخت کې چرګوړی خپه کیږي چې ماته دهیلۍ بچي هیڅ وخت ونه ویل چې ته ولې نشې الوتلی اویا هم لامبونه شي وهلی.
داودکیسې لنډیز
ددې کیسې په اړه محمداتل انګاروویل:لومړی باید داکتاب په ټولوبهیروالوویشل شوی وی اودسوۍ پرځای بایدسوی یعنې مذکرراشي نه مونث.
تحریک صیب دڅپه نه مننه وکړه ده وویل :زه دټولوهغولیکوالونه مننه اوکورودانی کوم چې په پښتویوه کرښه ولیکي خوچې سمه وي دڅپه صیب کتاب دښیګڼو ترڅنګ یوڅه نیګړتیاوې هم لري.
۱-چرګوړي دهیلۍ بچی په غیږکې ونیو.
۲- ډنډونه دغره هاخوادي.
۳-دچرګوړي اودهیلۍ دبچي ژبه څنګه یوه شوه.
۴-چرګوړی کله آذان کوي.
۵-دهیلۍ دبچي اوچرګوړي نمونه ډیرتکرارشوي دي.
۶-په لوستلوکې یې ستونزه درلوده.
۷-دهیلۍ بچی لوی شو خو چرګوړی څنګه نه غټيږي.
داهغه ټکي دي چې یوڅه فکرکولوته اړتیالري.
شفق بیادتحریک صیب دیوې خبرې سره همغږی نه دی ده وویل:
دماشومانودپاره داکومه ستونزمنه خبره نه ده چې چرګوړی اودهیلۍ بچی څنګه دیواوبل سره خبرې کولې، دماشومانودپاره ونه هم غږیږي نوروحشي ځناورزمری ګیډړه اوځینې نورهم دیواوبل سره خبرې کوي.
محب الله زغم دشفق لیکنه اوخبرې خوښې کړې زغم دکتاب په انځورونواوډیزاین خبرې وکړې: دکتاب پوښتۍ ښایسته انځورلري ،دکتاب نوم مې هم خوښ شو،دلته دکتاب پریوه څنډه لیکل شوي (دافغانستان دقلم ټولنه )دلته یو(د)ایضافه دي باید دافغانستان قلم ټولنه ولیکل شي.
دکتاب په دویمه پاڼه کې لیکل شوي (زه محمداسماعیل څپه یم له ډيره وخته راهیسې تاسوته کیسې لیکم) وخت باید مالوم شي یوکال که دوه یادرې کاله کیږي چې کیسې لیکې.
بل ځای لیکل شوي دهیلۍ بچی ډیر ستړی شوی وو بایددهیلۍ بچی پخپله ووایي چې زه ډیرستړی شوی یم ،ځینې املایي تیروتنې هم لري اودکیسې وروستنۍ جمله یوڅه بې ارتباطه ده.
په ټوله کې دموضوع په لحاظ دکیسې پیغام ډیرعالي اواوچت دی.
اوربل بیا دمتن اوانځورترمینځ دتړاونه شتون ته اشاره وکړه ، ده وویل :چرکوړی کله سپی ترلکۍ نیولی شي.
عبدالنافع همت دهیلۍ دبچې لفظ سره همغږی نه ووده وویل:که دهیلۍ دبچي پرځای بتکوړی راشي ښه به وي .هغه هیلۍ چې غاړې یې جګې وي دهغوبچوته بتکوړی وایي.همت دڅپه کیسه خوښه کړه خوده وویل :دماشوم دپاره که څوک کوښښ وکړي ډېرې ښې کیسې جوړیدای شي.
امیرحمزه تایف بیاهیله وکړه که چیرې دکتاب په پای کې ددې کیسې موخه لیکل شوې وی ښه به وی.
نورالحبیب نثاردماشومانودپاره دڅپه کیسه خوښه کړه ده وویل : دپوهنې وزارت کوم کتابونه چې دماشومانودپاره چاپ کړي دي ،دهغونه دڅپه دکتاب نثرډیر خوږاوروان دی.
داکیسه لومړی بایدده پرماشومانوتمرین  کړې وی اوبیایې چاپ شوې وی
دلته راغلي دي په لور که لور پرځای لوری ولیکل شی نوسم به وي.
هارون پرهر وویل: که داکتاب دچاپ نه مخکې کره کتنې ته وړاندې شوی وی دانیمګړتیاوې به نه وی اوس که مونږهرڅو پرې وغږیږوزماپه اند دومره ګټه به ونه لري.
ډاکټرزغم یوه یادنه وکړه ده وویل دقلم ټولنه په پام کې لري
۱۲ټوکه کتابونه چاپ کړي زماهیله داستادانو نه داده چې ددې کتابونو دمخکتنې اوایډیټ په چاروکې راسره مرسته وکړي.
غضنفرصیب دڅپه کیسه خوښه کړه ده وویل:ددې اونۍ بحث ډیراغیزمن اوپه زړه پورې و.دحیواناتودخبروپه اړه یاونه وشوه ،دحیواناتوخبرې له ډېرپخوانه معمول دي .خپله دحیواناتوخبرې دانسان دعادتونو نماینده کوي .دادپخوانیوادبیاتویوه ځانګړتیاده داوسنیو اوپخوانیوادبیاتوترمیځ توپیردادی .
په پخواني ادب کې به موکه انسان دبازسره تشبیه کوودهغه کس ظالمتوب یې راپه ګوته کووکه دزمري سره موتشبیه کوودهغوکس زړورتیاراودلاوري به یي راپه  ګوته کوله خوپه اوسني ادب کې خپله دهغه حیوان دځانګړنې یاونه کیږي.
دکره کتنې په پای کې څپه دټولوګډون والونه مننه وکړه چې دده په کتاب یې هراړخیزه اورغنده خبرې وکړې .
احسان الله درمل یوه یاونه وکړه چې په راتلونکې اونۍ کې به په خوست ولایت کې محمدیاراولعل پاچا ازمون په اړه یوسمیناجوړیږي چې ټولوبهیروالوته یې بلنه ورکړې ده .
ورپسې مشاعره پیل شوه چې شاعرانوښایسته اوپه زړه پورې شعرونه وویل .
نمونه یې په لاندې ډول دي.
  استادمحمدعزیزتحریک- محمدواصل وصال ـ عزت الله شمزی- سیدجیلاني جلان-  ظهرالدین کمال – سوله مل شینواری- شررساپی – نورګل شفق- عبدالجبارڅپاند- محمدیونس ګړنګ- همایون هیواد – منصوراحمدنیکمل – صفی الله عمرخیل – احسان الله درمل – ولي جان محزون – مصطفی باور- نجیب الله اکرامي- جاوید جان اوربل- مطع الله صالح – ښایسته ګل تسل – فضل الرحمن پاڅون – وحیدالله ندیم – امیرحمزه تایب- امید اڅکزی- هارون پرهر- نقیب الله غمشریک- محمداتل انګار – عبدالله خروټی- محمدداود تپاند- عبدالقیوم میرازی- سمع الله سپرلی – محمدخالد ارمل- محمدیوسف میرازی- الهام ناصري- سیدالله خان- محمدالله کمال.
وروسته دغونډې مشرعز ت الله شمزي دبهیرغونډه وستایه ده وویل چې مامخکې یوڅه غیرې حاضري کوله خوکه لدې وروسته به زه تل دبهیر په غونډوکې ګډون کوم دتیرې غونډې ریپوټ کمال لیکلی وو دویاندویۍ چارې همایون هیواد مخکې وړي .
دغونډې داکړۍ مازدیګرمهال دیوې بلې سره ونښته .
په درناوي