د لېنين د141 مې زيږېدنې کليزې په مهال يې يوه مجسمه ونړول شوه

د 1870ز کال د اپريل په 22 مه نېټه، د شوروي اتحاد بنسټ اېښودنکی او اکټوبر انقلاب مشر، وﻻديمير ايليچ اوليانوف لېنين زېږيدلی دی. د هند ټايمز په وينا، چې که څه هم د پخواني شوروي اتحاد له منځه تګ څخه اوس شل کاله تير شوي، خو بيا هم ځينې خلک  نوموړي  ته د قدر په سترګه ګوري او نمانځنه يې کوي.
د روسيې د پلازمېنې ماسکو په مرکزي برخه سره ميدان کې، د جمعې په ورځ ( د زيږدنې د کليزې په ورځ ) په سلګونو تنه کمونيستان راغونډ شوي وو او د ده پر مړستون يې ګلان شيندل.
په منځنۍ اسيا کې بيا دا فضا بل ډول وه او په دغه سيمه کې د نوموړي تر ټولو لويه مجسمه، چې 22.5 متره لوړوالی يې درلود ونړول شوه. دا مجسمه د تاجکستان د خجند په سيمه کې، چې پخوا ورته لېنين اباد ويل کيده، نړول شوې ده.
د يادونې وړه ده، چې د پخواني شوروي اتحاد حکومتونو هم د ده د مجسمو په جوړولو کې له افراطه کار اخيستلو او د سوغاتونو په هره مغازه کې يې  مجسمې پلورل کيدې. ځينې افغان محصلينو  بيا کله ناکله له دغو وړو مجسمو نه د سوټک کار هم اخيست او د غوزانو ، بادامو د ماتولو تر څنګ به يې ميخونه هم ورباندې ټکوهل.