د امريکا پوځي سرچينو خبر ورکړی، چې
تيره ورځ دوه تنه امريکايي سرتيري د عراق په سويل کې د يوې دندې د سرته رسولو پر
مهال وژل شوي دي.اوسمهال په عراق کې يوازې پنځوس زره امريکايي پوځيان پاتې دي، چې
د بغداد سره د تړون له مخې د روان 2011 ز
کال تر پايه به له دغه هېواده بهر کيږي.
د ځينې رېپوټونو له مخې، پر عراق
باندې د امريکا د يرغل راهيسې په دغه هېواد کې نږدې څلور نيم زره امريکايي پوځيان
په دغه هېواد کې وژل شوي دي.