
د پنتاګون چارواکو د يوې خبر پاڼې په
خپرولو سره، په ليبيا کې د بې پيلوټه الوتکې له لومړني بريد خبر ورکړی دی. د
امريکا دفاع وزارت چارواکو د دې بريد په هکله نورې خبرې پټې ساتلي دي.
د يادونې وړ ده، چې پښتونخوا په
قباييلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له دې امله له سختو نيوکو سره مخ وي، چې په دغه سيمه کې يې يو زيات شمېر ملکي
کسان وژلي دي. دا څرګنده نه ده، چې په ليبيا کې به دا لړۍ څومره وغځول شي.