د شنبې په ورځ د افغانستان او
تاجکستان تر منځ په پلازمېنه کابل کې، د
هنډبال يوه دوستانه لوبه وشوه، چې پايله يې د افغانستان په ګټه وه.
په دغه لوبه کې افغانستان د32 د 19 په مقابل، لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله. د پاملرنې
وړ ده، چې افغانستان د سويلي اسيا د
هنډبال په سياليو کې هم ښه وځليد او دوهم مقام ته يې ځان ورسولو. له تاجکستان سره
د لوبې په موخه، تازه له يادو شويو لوبو ستړي راستون شوي وو، خو بيا يې هم توره
وکړه.