شپږ تنه پوليس د دولت مخالفينو سره د همکاريو په تور نيول شوي دي

د هلمند په وﻻيت کې د شنبې په ورځ شپږ تنه داسې پوليس نيول شوي، چې د مخالفو وسلوالو سره  پر همکاريو تورن دي.
د رېپوټونو له مخې دغه پوليس نهه مياشتې مخکې د پوليسو ليکو ته داخل شوي وو. مخکې تر دې په يونيفورم کې د دولت د مخالفينو خبر ورکړی شوی و، خو وروسته بيا ويل شوي، چې دغه کسان پوليس دي. دغه پوليس له دې امله نيول شوي، چې د دولت مخالفينو ته يې وسله او مهمات ليږل.