تير ماښام ناوخته د پښتونخوا په
باجوړ کې يوه چاودنه شوې ، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي دي. چاودنه د پاکستان
پوځي ځواکونو ته نږدې، په يوه موټر کې دننه رامنځته شوې.
سيمه ييز تلويزيون په دې چاودنه کې د
څلور تنو سرتيرو د ټپيانو خبر ورکړی دی. تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده
اخيستې.