ناټو په خوست کې شپږ وسله وال وژلي

د خوست ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د ناټوځواكونو په عملياتوكې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو ناټوبيا وايي چې له  دې يې هم ډېر وسله وال وژلي دي، وسله والوطالبانو تراوسه پدې اړه څه نه دي ويلي.
د خوست ولايت د نادر شاه کوټ ولسوال حسين جان شېرزى وايي، چې د شنبې په شپه دوولس بجې د دوى ولسوالۍ په شمبوات کلي کې بهرنيوځواكونو عمليات كړي او په لړكې يې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.   خوپه خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر بياوايي، چې په دغو عملياتو کې اوه وسله وال وژل شوي او دوه شکمن كسان يې هم نيولي دي،  سرچينې زياته کړه، چې له دغو کسانو څخه ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم د دوى لاس ته راغلي دي، ځايي خلك وايي چې دغو کسانو دوه ورځې وړاندې پر ناټو ځواکونو وسله وال بريد هم کړى و، دا عمليات هم په هغه سيمه كې شوي چې پكې پرناټوځواكونووسله وال بريد شوى وو، وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ياده ولوده چې له دې بريديوه شپه وړاندې بيا د نادرشاه كوټ ولسوالۍ ګاونډته د دوه منده اوسپېرې ترمنځ غرنۍ سيمه كې د سړك جوړونې په كاركوونكو د ناټوله هوايي چورلكو بريد شوى وو چې څلورو امنيتي كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.