کرزيه يو وار به خوست ته په موټر کی لاړ نه شی؟


خوست د افغانستان په سويلي برخه کی یوه ډیره ښکلی او شنه سیمه ده، چې د پسرلي په موسم کې ډیره په زړه پوری هوا لری. خوست د  موسمی فصلونو په څنګ کی په شنو ونو هم پوښل شوی دی چې نوموړې سیمې ته ځانګړی ښکلا وربښي. 
خوستوال هم لکه د نورو افغانانو په شان په مختلیفو کارنو مصروف دي، چې ماښام ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي،او زياتره خوستیان بیا د همدې کار لپار بهرنیو هیوادونه ته مسافر شوي او خپل هیواد يې د کار د نشتوالي له امله پریښودلی دی. 
خوست چې د پاکستان سره ګډه سرحدي پوله لري ،که څه هم د یاد شوی هیواد سره رسمی بندر نلری خو بیا هم له نوموړی هیواد څخه په زیاته پیمانه مالونه راوړل کیږی چې بیا له دغی سیمی څخه د خوست کابل له لاری څخه د هیواد نورو سیمو ته وړل کیږی. نو ځکه ویلای شو چې د خوست او کابل   لاره  د ترانزیتی لارې اهمیت لري.  ولې په ډیر تاسف سره باید ووايو،  چې دې مسالې ته تر اوسه هېچا کوم اهمیت ندی ورکړی، په داسی حال کی چې د خوست کراچۍ لاره د تورخم کراچۍ له لارې لنډه ده.  
د خوست او کابل تر منځ ۲۲۴ کیلو متره  سړک پروت دی چې له همدی جملی څخه يې نیمایی یعنی له کابل څخه تر ګردیز پورې ورباندې کرېړ اچول شوی او پوخ دی، له ګردیز څخه تر خوست پورې چې ډیره برخه یی د ځدراڼو له سیمی تیریږی لا تر اوسه خام پاتې دی. همدغه پاتی سړک خو دومره خراب دی چې د دوو ساعتونو سفر يې  تر پنځو ساعتونو ته اوږد کړی دی، او که کله خو د ناټو او یا ملی اوردو کاروان د مسافرو وموټرونو  ته مخکی شی نو بیا خو یاد شوی سفر ان تر اتو ساعتونو ته هم اوږدیږی. دا ځکه چې  د ناټو او ملی اوردو سرتیری د مسافرو موټرونو ته اجازه نه ورکوی چې ددوی له کاروان څخه مخکی شی دوی چې هر ځای کی ودریږی مسافر هم ددوی په شا پسی ولاړ وی  او ددوی لپاره دا هیڅ معنی نه لری چې په ملکی موټرنو کی ناروغان، تورسرۍ، ماشومان او یا سپین ږیری سفر کوی او هغوی به په تکلیف وی او یا به په موټر کی داسی تورسری وی چې د اولاد د پیداکیدلو لپاره به روغتون ته وړل کیږی. خو د ناټو او ملی اوردو سرتری دا هر څه له سترګو غورځوی او د ولسی وګړو حقونه په لوی لاس تر پښو لاندی کوی. نو ځکه ویلای شو چې حکومت ولس ته دوه واری جازه ورکوی اول دا چې لاره نه جوړوی دوهم دا چې په همدی ناجوړه لاره باندی ولسی وګړی په ساعتون، ساعتونو ودرول کیږی.   
په یوه هیواد کی حکومت او امیتی ارګانونه د ولس لپاره اسنتیاوی رامنځ ته کوی ولی زموږپه  ګران هیواد افغانستان کی د ټول دولتی اورګانونه هغه که ملکی دی اوکه عسکری د  اولس لپاره خنډونه رامنځ ته کوی چې دا د بشر له حقوقو سره نیغ په نیغه په ټکر کی ده .                                        
زه غواړم چې نوموړی موضعګانو ته د مسولینو  پاملره راواړوم هیله ده چې ورته جدی پاملرنه وکړی.                        

لومړی اساسی پوښتنه داده چې د حوست او کابل لاری ته ولی پاملرنه نه کییږی؟ دوهم دا چې ناټو او د ملی اردو کاروانونه ولی ولسی وګړی  په تنګوی ؟  
په هر هیواد کی د ژورنالیستانو دنده وی چې که چېری په هیواد  کی کوم مشکلات پیدا کیږی نو د چارواکو او ولس غوږونو ته یی ورسوی، ولی د ډیر افسوس ځای دی چې زموږ د هیواد په ځانګړی ډول د خوست او پاکتیا ژورنالیستانو تر  اوسه پوری  د خوست او ګردیز د سړک نو م هم نه دی یاد کړی او نه  یی پدی برخه کی کومی پلټنی کړی دی  چې ولی نوموړی سړک نه کیر کیږی او د ناټو او ملی اوردو سرتیری ولی په لوی لاس ولس ته ستونځی رامنځ ته کوی. 
دا چې د خوست او پکتیا خبر رسنیو دا موضع او دی ته ورته موضعګانی ولی نه دی غږولی په علت یی موږ هم نه پوهیږو . 
                                                                             
ولی موږ د  خوست وکیل  صاحبانو ته  نه پوهیږو چې دوی کوم وخت له خوست څخه  کابل ته سفر کوی،  په موټرو کی ځی او که کومی شخصی الوتکی لری ؟ که نوموړی وکیلان یو وار په همدغی لاری  له خوست څخه کابل ته تللی وی  نو که یی نوموړی لاره په سترګو نه وی لیدلی  نووجود خو به یی حتمی درد کړی وی او یا دا چې  په همدی لاری سفر خو به ستړی کړی وی  چې نوموړی مسله یی بیا د هیواد له نورو وکیلان صاحبانو سره شریکه کړی ولای او د خوستوالو درد یی تر چارواکو پوری رسولای ولای. زه فکر کوم چې دغه د خوست وکیلانو به نوموړی لاره ښه لیدلی وی او په کارتو، کاراتو به یی له خوست څخه کابل ته سفرونه پری کړی وی. ولی په تاسف نه په دغه مسله په پارلمان کی خبری شوی دی او نه کوم بل چا یاده کړی ده. هیله ده چې دغی  ستونځی ته او س پاملرنه وکړی او دا موضع د هیواد له نورو استازو سره شریکه کړی. 
 
۲ د خوست کابل لاره تقریباْ دری کاله وړاندی یوی هندی کمپنۍ په غاړه واخیسته چې تر اتلس میاشتو پوری به نوموړی لاره  کیر (پخوی). ولی تر اوسه پوری دری کاله تیر شول چې د نوموړی لاری ډیره لږه یعنی له پنځو برخو څخه به یی یوه برخه توره شوی وی او دا پاتی څلور حصی لا تر اوسه خامی پاتی دی،او نوموړی کمپنۍ خپله 
کمبله ټوله کړه لاره همداسی خامه پاتی شوه. چې ځنی علتونه یی په لاندی ډول په ګوته کولای شو: 
د طالبانو لخوا اجازه نه ورکول، چې تر شا یی بیا خارجی لاسونه دی او نه پریږدی چې په افغانستان کی کومه ابادی وشی. په داسی حال کی چې د ځدرانو په سیمه کی دوه نور فرعی سړکونو ته اجازه ورکړل شوی ده چې پاخه شی ولی همدغه عمومی د خوست ګردیز سړک  نه دی پوخ شوی . 
بل دلیل یی دادی چې، هند هم نه غوښتل چې نوموړی لاره جوړه شی دا ځکه چې په نوموړی لاره د پاکستان توکی وړل کیږی او د پاکستان شتمنۍ ته ګټه رسیږی.  
 
همدارنګه د حکومت له خوا د کنترول نشتوالی او بی کفیاتی د ښی اداری نشتوالی  هغه علتونه  دی چې زموږ د هیواد ډیر کارونه چې باید شوی ولای له همداسی نا تمام پاتی دی. چې ددی مسولیت ټول د کرزی ماما يه عاړه دی دا ځکه چې  نه ښه مشر دی او نه  اداره کولای.  
په مننی سره 
 
ډاکټر ګل مر جان منګل