دشېبو مرګ

      کله چې ستا دراتلو شېبې رانږدې کیږي او د انتظار زېړبخنده لمر زما دزړه له ټاټوبي لمنه ټولوي ، زړه مې دمنشور په څېر هره خوا رنګونه شیندي ، زړه مې دسپړلې غوټۍ په څېر چوي خو په درد یې نه پوهېږم ، دا یوه داسې شېبه وې لکه په پیغمبر چې له اسمانه وحیې یا کوم بل الهي پیغام رانازلېږي ،ډېر انسان په دغه شېبه کې له خو ښۍ نه په جامو کې نه ځایيږي زړه یې لکه مست کب په ګوګل کې ټوپونه وهي ، خو زما زړه له وېرې په درد وې او له هغه الهامه ويریږې چې ستا د راتلو خبر راوړي ، زما سره یوازې ددې ویره وې چې ستا دمینې او مهربانۍ بدل به څنګه ادا کوم او دژبې په اقلیم کې به څنګه داسې الفاظ او کلمې پیدا کوم چې ستا نه ورباندې مننه وکړم ، یو وخت به مې په زړه کې دیوه تلپاتې درد په زور په الفاظو لوبې کولې خو کله مې چې په زړه کې د درد همغه دکنګل یخې ټوټې په خپلو ګرمې اوسېلو کې ویلې شوې نو په دغه بهیدلو ویالو کې توري او الفاظ هم  دزیړو پاڼو په څېر وبهېدل او دمرګ له ابشارونو دهېر کندو ته ورسېدل ، زړه مې سپک شو  خو له ماسره  نا اشنا وو لکه دوه ګیلمن مینان دواړه یوبل ته غريو نیولي وو او یو په بل مو ددغه خونړي توپان دراتلو پړه اچوله ، موږ دهغه ماښام په اړه فکرکاوه چې موږ یې  په خپله فناه کې واخیستو دشپې په تور څادر کې یې ونغاړلو اوبیا یې له اودېدیدو وړاندې راڅخه دغه اقرار واخیست چې سترګې به نه لوڅوو.ته له همغه ماښامه وروسته زما به سترګو کې ژوندۍ شوې اوس هم ژوندۍ یې او زما په سترګو کې غړېږې او تر هغه به غړېږې چې سترګې مې زما سره وي .
ګور هم وران نه کړ ستا تصویر زما په کسو کې خو
اخر مېږیانو کړه راجوړه  نرۍ لار په سترګو