د حمزه قاتل

- ۵ -
وحشي را ستون شو ، برم ... مال ... او ازادي ورسره مل وو ... سږي یې له هوا څخه ډک کړل ، خپلې اوږې یې پورته وغورځولې لاسونه یې اخوا دېخوا خوځول ، له اړتیا پرته پر لوړ غږ ټوخیده د هند پر سرو او مال یې ګوتې ووهلې ، ټولې هغه پیرزوینې یې سترګوته ودریدي چې دسترې دندې په بدل کې پرې شوي وې ... ځکه چې حمزه یې وژلي و... خو زه اجرتي نه یم .... په جګړه کې مې وژلی ... او جایزه مې اخستې ... نور له ځان سره غنیمتونه ، مریان ، سامان او د بري خوشالي راوړي او زه له ازادۍ سره را ستون شوم هر څوک یو څه رانیسي او قیمت یې ورکوي ... ژوند خو راکړه ورکړه ده .
خو دحمزه کیسه په هر ځای کې اوریدل کیده د شهید له جسد سره د هند کړنه تر لېرې ورسیده او محمد – لکه څرنګه چې وايي – د حمزه جسد ته خفه او ژړغونی ولاړ و له ځان سره یې وویل : « پخوا مې داسې دردونکی دریځ او حالت نه و لیدلی » داسې ښکاري چې د حمزه وژني محمد سخت دردولی دی د حمزه له لاسه ورکول یوه نه جبیره کیدونکی زیان دی ، وحشي له ځان سره وویل : « محمد به راته هیڅ بښنه ونه کړي ، زه به ټول عمر مهدور الدم ګرځم دا دروند بار دی ... خو ایا له ستړیا پرته ازادي شته ؟ هر څه چې وي، وي به زه به له محمد څخه ونه ډارشم ... خپل نوی ژوند چې څرنګه مې خوښه وي هغسې به یې تیروم ... ټول خنډونه به له منځه یوسم ... خودا اړینه ده چې ازادي د نیکمرغۍ او امن سره مل وي محمد له مکې څخه لېرې دی ... هغه هلته په مدینه کې دی د خپلوټپونو درملنه کوي او دنوي یرغل له پاره تیت وپرک مسلمانان راټولوي هغوی له یهودو سره ښکر په ښکر دي له قبایلو سره ستونزه لري د قریشو چاره به کوي ... هغه په زرګونو بوختیاوې لري ، او زما په څیر د یوسړی په اړه به دومره سوچ ونه کړي ... آه ... څه ؟ زه خو لږه ستړیا احساس کوم ... لا تر اوسه یوازې یم ولې ځان ته فریب ورکوم ؟ زه خوکوم ستر بدلون نه ګورم ... ازادي تر لاسه کول غټه پېښه او ستره لاسته راوړنه ده ، ما خوداسې انګیرله چې زه به ِستر بدلون وګورم او داسې نا اشنا احساس به کوم چې ټول عمر مې خوند نه وي څکلی ... زه خو هماغه یوزری وحشي یم چې سوچ او کړاو یې ننګوي ... دازادۍ لاسته راوړنه په خپل ذات کې یو اسانه کار ښکاري ... نړۍ هماغسې ده ... ابوسفیان ټولمنلی بادار دی .. جبیر لا اوس هم دټولو د درناوي وړ دي ...دوی اوس هم پرما ځانونه لوړ بولي ... غمېزه داده چې دمکې مریان داسې په مېنه راسره چلند کوي ته وا چې زه هم د دوی له ډلې څخه یم ... دغه احمقان راته دبرم مبارکي راکوي خودرناوی مې نه کوي دوی نه په ملا ټیټیږي او نه د احترام په توګه سرونه ټیټوي او کله چې راسره غږیږي اوازونه یې ټیټ او ذلیله نه وي ... قسم دی هر یو مريي چې زما د نوي مقام درناوی ونه کړي کوپړۍ به یې ورماته کړم ... اوهغه باداران چې زما تېر هیر نه کړي پوزې به یې ورپرې کړم ... خوزه یوزری یم قبیله نه لرم د مریېتوب او غمونو ډک تیر مې تر شا پرېښی ... د ستاینې له هغو کلیمو پرته چې ما نشه کوي بل څه مې نه دي تر لاسه کړي ... نه ...یوازې د ستاینې خبرې خوبسنه نه کوي ، اه ... خلک احمقان دي څه یې له یاده نه وځي ...او کله خواحمقان شي چې هر څه له یاده وباسي ... زه حیران یم او هغه چیغې مې اوس هم رایادېږي چې د مسلمانانو له ماتې وروسته یې وهلي هبل دې لوړ اوسي .... هبل لوړ شو ... هبل دې رانسکور شي پر ډیران دې وغورځول شي ... دغه چیغې مې زندۍ کوي زړه اوخوا مې راګرځوي ... زه د هیڅ شي درناوي نه کوم زه اوس هم پیچلو شیانو ته تږی یم ... زه له ازادي سره هم خفه یم ... ایا د عنتره بن شداد احساس به هم زما د اوسني احساس په څیر وو ؟ نه ... هغه نیکمرغه و... داسې ستر شعرونه یې زمزمه کړل چې د هغه د نیکمرغۍ او ارام احساس ښکارندویي یې کوله .... اه .... هغه له عبلي سره واده وکړ ... د ملایکو ملکه اه ... رایاد مې شو ... شپه پر نړۍ خپل څادر را غوړوي . او زما پيغله به ماته ارومرو انتظار باسي ... دا له راستنیدنې وروسته اولنۍ لیدنه وه ... »
وحشي له خپلو غمونو او اندېښنو ځان راخلاص کړ ، خپل کالي یې پر تن کړل او ملا یې وتړله ، او دشپې په تیاره کې روان شو، هماغه ټاکلي ځای ته ، د یادونو ، مېنې اوپیرزوینې ځای ته ، رښتیا هم هغې یې په ډیرې بې صبرۍ انتظار کاوه .... دهغې په اړه لږ سوچ هم د وحشي کړاو او اندېښنه راکمولی شي او ورپېښه نا ارامي یې له منځه وړي ، د هغې په اړه سوچ له ده پرته نور هر څه له منځه وړي . دا هغه یوازینۍ مسکا ده چې دده د ژوند په توره شپه کې ځلیږي، دی له دغې پيغلې سره څومره مینه لري ... دده په زړه کې ځینې هغه احساسات په خوځښت راغلل چې ده ته ډیر خوندور ښکاره شول ، دا احساسات له هغو ځینې زر ځلې خواږه وو چې دازادۍ په ورځ یې دده له زړه ځینې دروند بار کوز کړی و ، رښتیا هم عبلي عنتره ته هغه څه ور په برخه کړي و چې زما پيغله به یې اوس ماته را په برخه کړي ... وحشي د لیدنې ځای ته ورسید ، د زړه درزا یې زیاته شوله توکاړې یې وچې شوي ... د لومړي ځل له پاره به یو بل سره ګوري ... هماغه سپیڅلي کونج ته ورتاو شو... خوهغه هلته نه وه ... هغه پوهیږي چې وحشي دلته راځي خیر دی هغه به لږ وروسته راورسیږي ... انتظار به ورته وکړم ...زه خو د انتظار شومه نه لرم ، بدن یې له غبرګون څخه سوځیده او زړه یې ډار ور زبېښه ، د هغې ځنډېدل دده سپکاوی او دمقام ټیټ بلل دي ... دغه تیروتنه به ورته ونه بښي ، نننی وحشي خو پرونی هغه نه دی ، هغه خوپوهیږي چې له بادارانو سره باید څرنګه چلند وشي ، دا دجبیر په څیر بادار دی او کیدای شي له هغه هم خطرناک ، د ادب په اړه به داسې درس ورکړي چې هیڅ وخت به یې له یاده ونه باسي . که جبیر چیرې هغه پر پیسو رانیولې وي نو هغه یې یوازې د خدمت څښتن دی او وحشي یې بیا د عواطفو بادار دی .... د زړه څښتن یې دی .
انتظار ډیر اوږد شو او هغه پیغله ښکاره نه شوله چې ده به له ډیرې مېنې عبله یادوله که څه هم د هغې خپل نوم بل څه و .... له عنتره بن شداد سره یې سیالي کوله ... هغې پورې همدا نوم ونښت ... غصه یې راوپاریدله .... هغې خو پخوا دده له خبرو مخ نه اړوه اوس څرنګه سرغړونه کوي ؟ اه ... اې د عاشقانو حیرانې شپې ... عبله رانه غله .. او عنتره د شک اندېښنو او کړاو له لاسه ځوریږي ... پخوانۍ عبله خو له پښته د سردارانو لور ده د هغې پر وړاندې یې پلار ورور او څوکیداران ودریږي ... او ته اې بیوزلې د جبیر په کور کې څرې ... کله چې د کور څښتنان خوب پسې واخلي او د نړۍ له چارو سترګې پټې کړي، ستا په اړه هیڅوک سوچ هم نه کوي ، د بدرنګۍ نفاق او سرغړونې په نړۍ کې اې د پاکې مینې چینې ته چېرته یې ؟
پر لوړه وخوت اوهغې لار ته یې سترګې ونیولې چې تاو راتاو وه خو سمه نه ښکاریده ، هغه هیڅ شی نه ګوري او نه د څه اواز اوري ، شاوخوا یې هرڅه کنده کنده او ارام دي ، د اسمان ستوري پرې ملنډې وهي ... ټول د الله په اړه غږیږي .... او زه یوازینی کس یم چې دې لورته هیځ پام نه کوم ، کاهنان پر ګډوډو سر دي ... دېهودو ملایان ډیر دلیلونه وايي او خبرې کوي ، راهبان او د کلیسا ملایان اغیزناکې خبرې کوي او محمد پر خپلو ساده خبرو چې له هر ډول پيچلتیا ، طلسم رمز څخه خالي دي ټول خلک حیران کړي ... خو ساده والی یې له قوت سره شک پيدا کوي او د دښمنانو پیچلتیا یې له حماقت بر سېره سړی ته اندېښنه پيدا کوي ، مکه خوهیڅکله هم د الله په اړه داسې ځوږ لرونکو خبرو په سر نه وه اخیستې لکه اوس . خلک د الله په اړه سوچ کې ډوب دي ، خوزه له دې خبرو سره هیڅ کار نه لرم زه په بل ډول سوچ کې ډوب یم ، اې زما نا اشنا ذاتي نړۍ زه خو ستا په دې ګډووډو او تیارو لارو کې ورک شوم ...
بیا یې لارې ته وکتل ، او دا کوښښ یې کاوه چې پر تیارې لاسبری شي ، کیدای شي دهمده لورته د یو راتلونکی سیوري وویني او بیا ژوند وروبښي او د روح اندېښني او د زړه انګیرنې یې لږې ورکمې کړي خو عبله رانه غله .... اه بدمرغه ! ایا دغه ذلیله وینزه اوس هم پرې ملنډي وهي ؟ ولې په دومره تلوار پرې حکم کوې ؟ ایا دا روا نه ده چې بادار او یا بادارې به یې کوم ځانګړی کار ورسپارلی وي ؟ او یا کیدای شي ناببره ناروغي ورپېښه شوي وي او دومره بې سیکه شوي وي چې د راتګ وس یې نه وي ، په کار ده چې یو عذر ورته وګوري او صبر ورته وکړي چې راشي ، خو صبر یې زړه ته دروند تمامېده ، او دغه احمقه پیغله باید راغلې وای ولو که هر څه ستونزه یې درلوده .... وحشي به همدغه شپه سبا نه کړي چې تر څو حقیقت ونه پیژني که څه هم دا حقیقت ورته ډیر ګران تمام شي . په کلک او نا ارامه موټي یې تیږه ووهله او په ډيره سختۍ یې ساه واخیستله ، هغه سوځیده او نږدې وه چې له بې صبرۍ او نا ارامۍ یې ساه بنده شي ... بیا سمدلاسه ودرید او دمکې پر لور رهي شو ... کوڅو ته یې ورسید او سیده د خپل پخواني بادار جبیر کور ته ورغي هغه ته ددې کور لار او ګودر معلوم و ، هغه همدې کور ته له داسې احساس سره ورننوت چې له پخوا سره یې توپیر درلود ، مريي ترې تللي و او ازاد ورته راستون شو ... کور غلی او ارام و... نه یې چا هر کلی وکړ او نه یې د چا پام د ځان لور ته راواړوه ... اونه دهغې سړی راتګ ته خوشاله شول چې حمزه یې وژلی و ، محمد یې قهرولی و ، او د ملګرو زړونه یې ورته ټپي کړي و ، دروازه یې په کراره ټیله کړله خو خلاصه نه شوله ، دکور چاپیره یې دوره ووهله بیا یې یو ټیټ دېوال ته ورټوپ کړ چې د کور له یوې برخې څخه راتاو شوی و، د سخت شرم احساس یې وکړ د عزتمندو خلکو کار باید داسې نه وي ، دغه ډول کړنه سړی ته شرم او بد نامي وراړوي او د کور د څښتن احساس ته زیان رسوي او کیدای شي رسوايي ورنه جوړه شي ، خو پیغله یې رانه غلله او دا غواړي چې وپوهیږي که هر څومره قیمته هم ورته پریوځي ، او بیا يي د بادار له کور سره پر تړون هم دومره وخت نه دې تېر شوی ، پر بادار خو یې دومره ناز چلیږي .... کار اسانه دی هغه ته معلومه ده چې پیغله یې چېرته ویده کیږي ، د انګړ منځ ته ورکوز شو او یو څو ګامه یې چې واخېستل ... د یوې لرې پرتې کوټې لور ته ورتاو شو او لړزیده .... کله چې یې دروازه پرانېسته یوې زورورې چیغې سخت وډار کړ .... د کور څښتن زامنو یې او مریانو همدې لورته رامنډې کړې ګوري چې وحشي ځای پر ځای حیران ولاړ دی ، پیغله یې یوازې نه وه بلکې درې ... او یو شمېر نورې وینزې هم ورسره ولاړې وې کله چې یې د تتې شمعی په رڼا کې د هغه کس مخ ولیده چې تر دمه یې هیڅ اټکل هم نه کیده وډار شوې ... او د مرستې له پاره یې چیغې کړې په خپل ځای کې مېخ شوې ، دېوې چارې ،سوچ کولو وړتیا یې له لاسه ورکړله ، کله چې یې ځان په دغه بې عقله کړکیچ کې ولیده د لوی شرم احساس یې وکړ ...
پیغلې یې له ډیري حیرانتیا پر شونډو غاښ ولګاوه او چوپ شوله ... خو د زړه درزا یې نږدې وه چې پوښتۍ یې ورماتې کړي جبیر چې د مخ بڼه یې الوتې وه اوپه خبرو کې یې غصه له ورایه ښکاریدله ورته وویل :
- څه شي په دغه وخت کې دلته راوستې ؟
پرته له دې چې وحشي څه ووايي خپل سر یې ټیټ کړ :
جبیر ور وړاندې شو له مټ یې راونیوه او په زور یې وخوځاوه :
اې سپکه ... دا درته چا ښودلي چې پر دېوالو ور واوړې او د حریم درناوی له پښو لاندې کړې ...
- باداره
- چوپ شه تښتیدلیه .... زړه دې هیڅ بدل شوی نه دی ... د ذلیل مريې زړه ....
- باداره
جبیر ښه په زوره ټیل وهه ، او خپلو مریانو ته یې اشاره وکړه :
- له کوره یې بهر وغورځوﺉ ... بیایې ورته شا واړوله او ورته یې وویل : که بیا مې ستا تورمخ دلته ولید .... سر به دې غوڅ کړم ....
مریانو پر وحشي ورټوپ کړ او کلک یې ونیوه ، جبیر رامنډه کړه او له مټ یې ټینګ ونیوه ورته یې وویل :
- غواړم چې پوه شم په دې وخت کې ولې دلته راغلئ یې ؟ ایا د غلا له پاره راغلئ اوکه پر حریم د تیري کولو له پاره او که د بل څه له پاره ؟
د په وحشي سترګو کې اوښکې راغلې ، کوښښ یې کاوه چې له زیرکتیا څخه کار واخلي ، ورته یې وویل :
- باداره ، دا خو اوس هم زما کور دې .... که زه دې پرون مريي وم ، ټول عمر به ستاسې په چوپړ کې یم ، مېنې او وفا دلته راوستم ، دروازه بنده وه له وسه مې نه وه .... ما غوښتل چې خپل پخواني ځای ته ورشم ګوښیتوب او وزګارتیا مې نږدې شپه پر اور اړولي وه ، یوازې همدغه خبره وه ... نور هیڅ نه شته.
وروسته له دې چې د جبیر زړه لږ غوندې نرم شو په کړس کړس یې وخندل ورته یې وویل
- له حماقت او شوخۍ سره د ښه زړه څښتن یې .
جبیر په ډیر ډاډ خپله پوزه شخه کړه ورته یې وویل :
باک نه کوي ... لاړشه او پاتې شپه دې د مېږو د شپول تر څنګ له پخوانیو انډیوالانو سره تیره کړه ...
د وحشي پر شوڼدو یوه پیکه غوندې مسکا تیره شوه چې د ډیوې رڼا ته یې نښه ښکاره نه شوه ، له ځان سره یې وویل :
- باداره ډیره مننه .... زه ډیر خوشاله شوم .... تاسې خو له دې ځای او خلکو سره زما مېنه پیژنئ .... زړه مې یخ شو .
د وحشي زړه له غصې او کسات څخه چاودېده ، په همدغو شېبو کې یې زړه غوښتل چې د جبیر ورمېږ په خپلو کمزورو لاسونو راونیسي او زندۍ یې کړي او هغه مهال یې پریږدي چې ساه یې ووځي . د ده دغه بادار او کور یې دکوراوسیدونکي یې څومره بد ایسي ، دا ټول دهغو ترخو یادونو ټولګه ده چې دا ځوروي ، احساس یې ناارامه کوي خو دا په داسې دریځ کې و چې له دې پرته ورته بله لار نه وه ځکه یې دا شرم او سپکاوی ومانه .... دا ټول د هغې له پاره ... دهغې لعنتې له پاره چې دده د زړه خوښه شوې وه دهمدې له پاره یې پر دغه ماشوم ډوله ما جرا جويي لاس پورې کړ....
کله چې د خپلو ملګرو تر څنګ د همدوی په ناولي کوټه کې کیناست ، یو یې له ځان سره وبونګیده :
- ستا مریېتوب ته زړه کیږي
بل وویل :
- وحشي له سر واخله تر پښو مريې دی ...
دریم وویل :
وحشي که ستا پر ځای وای ټول عمر به ددې کور خواته نه وی راغلی ...
وحشي په زوره چیغه کړه :
- اې احمقانو .... چوپ شئ او که نه ژبې مو درپرې کوم ... ټولو یو بل ته حیران وکتل ، او خپل ستړي ځانونه یې پر ځمکه غلي وغورځول ، هغوی نه شو کولای چې ددغه نا اشنا سړی د زړه پر خبره پوه شي .