دملی ګټو
په سر چې سودا کاندی
پخــــپل
کوراو په ټبر چې سوداکاندی
چــــې پړونی
دخورمورپلوری په نورو
دپېغلــــــــوټو
په ګدر چې سوداکاندی
په رښتیا
چې افغانیت کې به یې شک وی
دوطن په
لـــــــــــراوبر چې سودا کاندی
داغیارپه
خوله چې کوردافغان وران کړی
په کابل
او پېښـــــور چې سودا کاندی
په چل ول
چې خطا باسی زموږ خلک
په
مـــــېړانه او سنګر چې سوداکاندی
خـــــپله ژبه
چې پرېږدی او بله وایی
دود
دستور اوپه هنر چې سودا کاندی
داسلام
په نوم چې سپکه داسلام کړی
په محراب
او په منبرچې سوداکاندی
چې روا
ګڼی تقسیم د دښمـــــنانو
اباسین
او په خیبــــرچې سوداکاندی
روهین
وایم داآفغان نه دی بل څوک دی
زوی دلوی
افغانستان نه دی بل څوک دی
میرنواز
روهین
جرمنی - اوفن باخ
۱۴ـ۰۴ـ۲۰۱۴
وروستي