ګلابه

قربان قربــــان دې شم بلبــــــــــــــــــــــــــــل جانانه
زما دزړه دسر ګلابه زمــــــــــــــــــــــــا ګل جانانه
 
سره اننګي دې هم ځلاکوي شبــــــنم په شانتې
تېروبڼودې کړ زخمي راته ګوګل جــــــــــــــانانه
 
قدم په ورواخله په ورو ځه چـېرې پرې نه وځې
راځه په ماپسې په پل مـــــــې کېږده پل  جانانه
 
کړيې پناه راځنې برق خيردى قيــامت خونشو
پرمخ مـــــــې پرېوته محبوبې ستا وربل جانانه
 
راځه يوڅه خودرته وليــــــــکم چې ويې لــــولې
بس چې هرڅه وي ورته ووايه  غزل جــــــــــانانه
 
دتور لونګ پرځاى روشن په سينه پاس ګرځوم
ورباندې کړمه نن سيـــــــــــــــلونه دکابل جانانه
رفيع الله روشن