رنګينه دنيا

اسدالله زمری 
څه رنګینه شان دنیا ده      چې لیموکې د یار ناڅي
ناز،اداء،لطف او حیا ده  چې لېمو کې د یار ناڅي
 
وینې هله ټوله زړه شه راته ځای یې کړه وجود کې
دا د عشق خوږه سلا ده    چې لیمو کې د یار ناڅي
 
راته ښکاري چې مې  لنډې ،نن لړۍ داندیښنو شوې
د وصال     نوې سودا    ده    چې   لېمو کې   د یار نا څي
 
«کوه نور»ته که ورین نه شوی نو تندیه   ښه دې وکړه
ته  به  زر  شې   دا  کېمېا  ده   چې  لېمو  کې د یارناڅي
 
د   غمونو   په کاله    جوړ، نن   له   غمه   یو  توفان دی
د   خوښیو   یو   غوغا    ده   چې  لیمو کې د یار ناڅي
 
د یادونو    دنیا ګۍ     کې   سپړي    بیا    هېلې ګلونه
دوفا   یوه    دنیا   ده    چې    لېمو   کې   دیار    ناڅي
 
سپیلنی شه  ،ترې لوګې شه  ،بد نظر نه یې وساته
څه  بې مثله شان ښکلا ده چې لېمو کې دیار ناڅي
 
تخنوي مې راته اوښکې ،خوشحالۍ ته مې رابولي
دې   خوږ     زړه    ته تسلاء ده چې لېمو کې دیار نا څي
 
دزمری  خواره نصېبه چې دمرګ په خوب ویده یې
دغه   دم   دمسیحا   د ه   چې لیمو کې   دیار ناځي