
پكتيا
پريس كلب
د
خوږې ناروغۍ د ډاكتر عبدالهادي حماس ژباړل شوى طبي اثر دى چې د بريتانيا د
روغتيايې ټولنې له خوا ليكل شوى.
دا
كتاب په پكتيا كې د اوښتون كلتوري ټولنې له خوا په ښه كاغذ او ښې پښتۍ سره د (۱۰۸)
مخونو په درلودو چاپ شوى.
د
دې اثر اره موضوع د خوږې يا شكر ناروغۍ په اړه ده چې په كې د يادې ناروغۍ د
پېژندګلو، درملنې، مخنيوي او د دې ترڅنګ ترې د ځان ساتنې او اړينو لارښونو په اړه
بحث شوى.
د
اثر ژباړن تر دمه (۱۲) كتابونه پښتو ته را اړولي او ليكلي
دي، چې په كې د ادب او روغتيا په اړه شننې او ذوق ماتونكې موضوعګانې را اخيستل شوې
دي.
د
ډاكتر عبدالهادي حماس په اند روغتيا يې مسلك او ادب پالنه يې د كلتوري ميني
ماتوونكې چينه ده.
دا
چې په پښتو ژبه تر دمه د علمي اثارو د كمښت ستونزه په لويه كچه احساسېږي، د
پوهنتونونو محصلين، زده كوونكي او د كار په ډګر كې هغه كسان چې د خپلې دندې اړوند
معلومات ورته اړين وي، نه شي كولاى چې مطلوب اثر تر لاسه كړي، نو دې ته په كتنه د
ډاكتر حماس دا احساس چې د خپل مسلك اړوند اثار ژباړي او ليكي، يوه ستونزه هوارونكې
مسله بلل كېږي.
د
اوښتون كلتوري ټولنې مشر ډاكتر محمد نعيم احمدزى وايې چې د خپلې ټولنې د هلو ځلو
په ترڅ كې يې له دې وړاندې هم (۱۱) بيلابيل كتابونه چاپ كړي
دي.
دى
وايې د ډاكتر عبدالهادي حماس د دې ژباړل شوي اثر له چاپه يې يوه موخه دا ده تر څو
په علمي ډګر كې پښتو د كتاب غنايت حاصل كړي.
دا
چې په نړۍ د حاكمو ژبو ملتونه د خپل حاكميت د بريا يوه ځواكمنه لاره په هره برخه
كې د كتابونو شتون بولي، نو د پښتنو محكوميت يې په معكوس ځواك دلالت كوي.