
کله چې خلک مظاهری
کوي نو بايد وويل شي چې دا د خلکو خپل حق دی ، خو بناآ قوانين بايد په نظر کی
ونيول شي چې قوانين د هر څه څخه مهم دي .
همدارنګه کله چې د پاکستان او انډيا د کرکټ لوبه
وه نو مونږ وليدل چې ټولو مولايانو د پاکستان د کرکټ تيم د کاميابی لپاره دعا کولې
نو دلته سوال پيدا کيژي چې ولی د سولی او ثبات لپاره دعا نه کوی او ولی د
افغانستان د ښه پرمختګ لپاره دعا نه کوی ؟ ولی د ښه تعليم او د مکتبونو لپاره او
خپلو بچيانو د اينده د روښانولو لپاره دعا نه کوی ؟
بايد وويل شي
چې دا هر څه پداسی مهال ترسره کيژي چې د افغانستان دشمنان هره ورځ په درجنو
افغانان د وير په ټغر کښیناوي بیګناه ملکي
خلک وژني ، پاتی د نه وي چې دشمن ته د تبليغ يوه ښه موقع په لاس ورغلي ده او د دی
لاری کوشش کوي د افغانانو ژوند د خطر سره مخاخ کړي .
قران
شريف په امريکا کی سوی دی هغه يوه کس سوی دی هغه کس د ټولو امريکايانو نمايندګي نه
کوي ، او امريکايان يی خپله هم غندي، خو دلته بيا
هم بايد ذکر شي چې دښمن هر وخت په ګڼ شمیر قران
شريفونه او نوره ديني کتابونه په خپلو حملو کی او قصدآ سوځي ولی د دوی مخه نه نيول
کيژي، مونږ بايد د قران حفاظت په مکمله توګه وکړو ،
ټولو ته
په ډاګه ده چې ياغيان په جوماتونو کی هم چاودنی کوي او زمونږ ډیر سپيڅلي کتابونه
او قران شريفونه شهيدوي ولی مولايانو
تاسی د هغه مخه نه نيسی ؟ دا خو ښکاره ده چې ياغيانو او د افغانستان مخالفين ډیر
لوی جرم کوي خو د دوی مخه ولی نه نيسی. ښکاره خبره
ده چې کله يو ځانمرګی بريد ترسره شي نو په لسګونو بیګناه وګړي او زیات شمیر ديني تهذيبونه تر پښو لاندی شي ولی يي ميډيا
خبر نه خپروي پداسی حال کی چې د ځانمرګي د بريد خبر خپور کړي.
مننه ستاسو د عامه پوهوي لپاره:
ډګروال محمد واقيف شاه د پکتيا ولايت د ۲۰۳ تندر قل اردو د مذهبي او
کلتوري چارو مسول