دهلمندولايت مقام اعلاميه!

داچي دهيوادپه يوشميرولايتونوكي ځيني كسانودترهګروپه لمسون پدې پلمه چي ګواكې په امريكاكي دكليسايوكشيش قرآنكريم ته اور ورته كړى په خونړيولاريونونولاس پوركړچي په ترڅ كي يې لسګونوخلكوته دمرګ ژوبلي سربيره عامه تاسيساتواودخلكوشتمنيوته هم درانه زيانونه واوښتل.
دهلمندولايت مقام هم په امريكاكي داسلام دسپېڅلي كتاب قرانكريم سوځول په كلكوټكوغندلې اودغه ناوړه عمل دعلماوواوقومي مشرانولخواهم دغونډوپرمهال غندل سوى دى.
خوددوشنبې په ورځ  په هلمندكي هم يوشميركسانودې ډول لاريون ته چي پكښې به خلكوته مرګ ژوبله واوړي زړه ښه كړى وو خودباتور او ميړني وامنيتي ځواكونولخوا يې مخه ونيول سوه ترڅوپكښې دنوروولايتونوپه ډول پېښي تكرارنسي.
دغه ډول مظاهرې چي دقانون له مخي هم خلاف كاري ده دترهګرو سره نېغه اړيكه لري چي ښه مثال يې په لښكرګاه كي ددوشنبې دورځي ځانمرګي بريد دى ،كه چيري دلښكرګاه دخلكولاريون ترښاره رارسيدلاى اوخلكوشميره هم زياته سوې واى نوطبعي وه چي دغودووتنوبريدكوونكوچي بريديې شنډسودخلكوپه منځ كي ځان ته چاودنه وركړې واى،ځكه ددوى پلان همدغسي وو چي په ګڼه ګوڼه كي ځان ته چاودنه وركوي.
دهلمندولايت مقام دهلمندپرشريف ولس ږغ كوي چي پداسي حالاتوكي ددښمن په دسيسوتيرنه وځي اوپدې ډول لاريونونوكي چي خلكوته مرګ ژوبله اوړي ګډون ونكړي اودخپلونوروهيوادووالوژوند،مال اوعزت خوندي كړي.
اوس دهيواد،سولي ،اسلام اوخلكودښمنان غواړي دهلمندي ولس هغه هيلي چي دهلمنددامنيت،بيارغوني،پوهني ،كرهڼي اونوروبرخوكي دپوره كيدوحال كي دي له خاورسره خاوري كړي.
داچي اوس هلمنددخلكوپه نېغه مرسته ډيرپرمختګ كړى نودولايت مقام پرخلكوږغ كوي چي وروستي پرمختګونه ددښمن ددسيسوښكارنكړي  اوپه خوندي فضاكي خپل ژوندته دوام وركړي.
امنيتي ځواكونه كه پوليس وي،كه ملي اردواويادملي امنيت سرتيري شپه اوورځ ستاسودامنيت په تامين لګيادي ترڅوتاسووكولاى سي چي دښه امنيت نه په ګټه اخيستنه خپل ماشومان ښوونځيوته وليږئ،ددولتي خدماتوڅخه برخمن سئ،اودخپل هيوادپه بياجوړولوكي برخه واخلئ.
نولازمه ده چي په لښكرګاه كي دلاريون اودځانمرګودبريدونوپه شنډولوكي دخپلوميړنيوامنيتي ځواكونو،پوليسو،ملي اردواوملي امنيت څخه مننه وكړوچي ددښمن ديوې لويي دسيسې مخه يې ډب كړه خپل ژونديې خطركي واچاوه خودخلكوژونديې وژغوره.
دهلمندولايت مقام اوټول امنيتي ارګانونه دټول ولس څخه غواړي چي ددښمن لخواپه لمسول سوي لاريونونوكي ګډون ونكړي ، كه چيري ددې ډول لاريونونوګډونوال ونيول سي له سخت قانوني چلندسره به مخ سي.


۱۳۸۹-۱-۱۵