قلنګ


راکړى کـــه دې نه دى خدايه رنګ دګلابونو
ژوندون خو راپه برخه کړه،ترڅنګ د ګلابونو
 
شبنم دې پردې ښارد نه ورښت احتجاج وکړي
د دې ښار پاچــــا وواژه،ملنګ د ګلابـــــــونــو
 
زمونږ ترمنځ خپګان خداى شته چې بالکل ناروا دى
جانانـــــــه وايـــــــه شوى کلــــــــــه جنګ د ګلابونو؟
 
بوراته که په ګټه،که تاوان وي نو ورځي به
هغـــــــه په ځان منلى دى قلنګ د ګلابـــــونو