د عطا جوړ منګئ پر خپل سر مات شو

قدرمنو لوستونكو تاسو به پرون د مزار شريف له خونړئ مظاهري خبر شوي ياست چي په مزار شريف كي د ملګرو ملتو د دفتر د مشر په شمول پكښي شاوخوا ۳۰ كسان مړه او ټپيان شول چي يواځي اته تنه يي بهرني اتباع وو
 دا ددوي رسمي ابلاغ شوي مړي او ټپيان دي مګر په حقيقت كي مرګ ژوبله تر دي ډيره زياته ده ، د ملګرو ملتو دفتر سوځيدلئ ، د ملګرو ملتو د دفتر د دوه تنو بهرنيو اتباعو سرونه تري غوڅ شوي او د شپي تر ناوخته هم خال خال ډزي په ښار اوريدل كيدي
 يوي معتبري منبعي د والي عطا محمد له دفتر څخه وويل چي دا لوبه پخپله والي پيل كړي وه خپل هواخوان او ملګري يي د ولايتي شورا د مشر په مشرئ دي ته هڅولي وو چي د امريكي په فلوريدا ايالت كي د كليسا د مشر لخوا د قرآن يو جلد نه دي سوځول شوي بلكه په سلګونه جلده قرآن مجيد سوځول شوي دي او په دي اړه تاسو جدي غبرګون و ښاياست
 تاسو پوهيږي چي د بلخ د ولايتي شورا ريس او غړي د والي تنظيمي او قومي خلك دي او له دوي سره يو بل تن په نامه د توانا چي پخواني د اسلامي حزب غړي دي خو اوس دا ۱۵ كاله كيږي چي د قومي تعصباتو له كبله نظار شورا ته يي تكيه كړي ددي بلوا مشري كوله او ټول هدايت يي له والي عطا محمد څخه اخيسته
 آيا والي په دي پوهيده چي ددي پنځوني انجام به دا كيږي ؟ په داسي حال كي چي والي له دي طرحي وروسته له امنيه قوماندان سره كابل ته تللي وو
 خو كله چي هغه د عامو خلكو خبره معامله سرچپه شوه او منګئ يي پر خپل سر مات شو او د د ي پكښي له كبله  بدنام او مخ تورئ شو نو نه پوهيږم چي بيګاه شپه ده څنګه ځان بيرته مزار شريف ته را ورساوه يا به دكوم ګوډاګي په چورلكه كي راغلي وي او يا خو ده د ملت په وينو  دومره پيښي ګټلي چي كولاي شي په داسي عاجلو موضوعاتو كي يوه طياره شخصي د ځان لپاره كرايه هم كړي
 خو په هر حال تيره شپه يي دا ثابته كړه چي زه خو مزارشريف كي يم او د شپي ناوخته يي ځان خبري غونډي ته  څرګند كړ
 له دي پيښي يوه بله انتباه هم اخيستي شو چي په بلخ ولايت كي خلك له والي په تنګ راغلي او دده بد نامي غواړي ، ځكه پرون له مظاهري جوخت په سلګونو دوكانونه هم په غلا او تالا وړل شوي دي
 په هر حال په هيڅ وجه والي دا نه غوښتل چي بهرنيان دي ووژل شي خو ډارولو ته يي ملا تړلي وه اما په دي نه پوهيده چي معامله به په دي ډول سر چپه كيږي
 دا به د مركزي حكومت لپاره يوه ستره ننګونه وي چي ددي معاملې سپيناوي وكړي ځكه هلته خو له عسكر نيولي تر جنايي او څارنوالي پوري ټول د والي عطا خلك دي
 خو دا ډيره ښه شوه چي د مزار امنيت لكه چي دوي يي  چغي وهلي مركزي حكومت او نړيوالو ته څرګند شو
 
اوس نو مركزي حكومت او په ځانګړي توګه ولسمشر   كرزي صاحب  ته په كار ده چي په دي اړه  پلټنه وكړي او تصميم  ونيسي .
 بهاند اجمير