وحشت


زموږ د سيمي په هر كلي كي وحشت دىدرواغ نــه وايمـــــــــــــــه خلكو حقيقت دى
ګورئ ما حلالـــــوي په چاړه بانديراته وايي چي راغلى دي نوبت دى غبرګ لاسونه يې د ورور په وينو سره ديراته وايي نن مي بيا كـــــــــړى غيرت دى
د خزان خړه سېلۍ ده نه خلاصېږيخداى خبر، چا وركړى اجازت دى
مينه، ورور ولي په چا پاته نه سوههر چـــــــــــــا كرلى تخم د نفرت دى
وړي چي خپل سرونه په لاسو كيويلى دغــــــــــو خلكو حقيقت دى
وژلــــــــى يې محيب په تور د كفر دىخدايه څومره دي ډېر كړى جهالت دى

محيب رحمتي