ياهو د مايکروسافټ 44.6 مېليارد ډالري وړانديز رد کړ

د ياهو انټرنېټ پلټونکي شرکت پرون د شنبې ورځ د مايکروسافټ هغه وړانديز ، چې غوښتل يې د 44.6 مېليارد ډالرو په بيه دغه شرکت واخلي ، رد کړی . مايکروسافټ غوښتل د ياهو له پېرنې سره پر هغو پوست کاليو ( سافټ وېير ) باندې بيا ولکه ټينګه کړي ، چې د کمپيوټر کاروونکي يې کاروي .
څه موده وړاندې د مايکروسافټ شرکت له دې امله درنه جريمه ورکړه ، چې هڅه کوي د پوست کاليو بازارونه انحصار کړي او د نورو شرکتونو د آزادې سيالۍ مخه نيسي .