دژوند په
څانګـــــــــه لکه ناسته مرغکۍ غوندې يې
دکوم شيهد په
خوله فریاد غوندې سلګۍ غوندې يې
هر يو
ارمــــــان مې په شنو دښتو مسافر ته ورته
ظالمې تــــــه دايلبندونو
دکــــوچۍ غوندې يې
دنور څپو کې مې
را ونغاړه چې ورک به شمـــــــــه
ته داسمان دسیند
ډيوه يې دسپوږمۍ غوندې يې
دننګ جنډوته مې د
وير ډېوه ګۍ بله مه شــــــــه
زما غازي روح ته
په خدای چې ملالۍ غوندې يې
انځــــوروم به
دې په وينو دومره ګرانــــــه نه ده
ته هم زما دستړې
ستړې زنده ګۍ غوندې يې
لادې په سرو
سترګو کې اوسي دوطن خوبونه
لا یې په بوی او
په وږمو کې لېونۍ غوندې يې
نن دې ددې ټپي
اسمان باران کـــــــــې څه ليدلې؟
نن راته خوب کې
ولې موسکه خندنۍ غوندې يې
۱۳۸۹-۱۲-۱۵
وروستي