
اسد خان
دحزب اسلامي يو پلوي :
بسم الله الرحمن الرحیم
نن سهار
مې په یوشمیر پښتو وزینو بریښنا پاڼو کې د سلطان محمد لوګري تر
نامه لاندې یوه لیکل شوې شننه تر سترګو راغله . دلیکنې عنوان
دې « دحزب اسلامي مشر اوپلویانو
ته یوه مشوره » ، ما هم
په ډیره دلچسپۍ سره مضمون پرانست
او په لوست مې یی پیل
وکړ . ما فکر کاوه چې مضمون به ریښتیا
هم دکومې اړینې
مشورې په خاطر لیکل شوي وی او شوني ده چې
د حزب اسلامي مسؤلین به ترې
ښه ګټه پورته کړي . ځکه په دې نازکو شیبو کې دحزب اسلامي په څیر یوه
منظم او غښتلې
ګونداو ددې ګوند
مسؤلینو او په ځانګړې توګه د ګوند
امیر ، د ازادۍ اتل او د
غرونو باز ، ته دهر ډول
سلا او مشورو اړتیا ده او دا دهر په
ازادۍ اوخپلواکۍ مین افغان دنده
ده چې دخپلو سیاسي ګوندونو مسؤلینو او دهغو ګوندونو قیادتونو ته سالمې
مشورې ورکړې تر څو د هیواد په دغه نازکوحالاتو کې ترې ګټه واخستلاې شي . ځکه
ګران هیواد نن د ډیرو نازکو شیبو
څخه تیریږي ، له یوه اړخه د بین المللې
ټولنې تر نامه لاندې ترمکمل اشغال
لاندې دې ، دبله اړخه پرې د شمال د غلو
او داړه مارانو واکمني ده او دتر
څنګ یی
میړنې ولس دلوږې
اوفقر اوهیواد مو
د تباهیو اوبربادیو سره مخ دې .
که د بین المللې ټولنې تر نامه لاندې
او ددیموکراسي د قیام په خاطر زمونږ ولس
په ډیره بې دردۍ سره په
عامه توګه وژل کیږی او بیا مو د مړود
جسدونو سره هغسې
بې باکي کیږي لکه همدا اوس چې په بین المللې مطبوعاتو او خپرونو کې
خپریږي او ترڅنګ یی حسودو ګاونډیو
هم زمونږ د ولس د دې مظلوم حالت څخه
دګټو داخستو په خاطر خپلې مهرې په کاراچولي
او د ولس د عامې وژنې له پاره یی خپل لاس پوڅې په وسلو سمبال کړي . ایران د شیعه ایزم او ژبنې
عصبیت په خاطر ، پاکستان د خپل ستراتیژیک عمق په خاطر اوروسان د خپلې پخوانۍ ماتې
په خاطر زمونږ د ولس رګونه پریکوي او
ویني یی زبیښي .
دسلطان
محمد لوګري د لیکنې لوستل که څه هم ماپه ډیر شوق
پیل کړې و خو هغه وخت ډیر ناهیلې
شوم چې نه یی نقد ، نقد ته ورته و اونه
یی په خپلې شننې کې داسې کومه سلا وړاندې کړې وه
چې هغه دې دملت اوولس په درد وخوري . تر څنګ یی د لیکنې
ادبیات دومره کمزوري
او د غلطیونه ډک و چې ، که
څوک یی عنوان ته و نه ګوري ، نو په لوست نه ارزی .
دا چې سلطان محمد لوګري لیکلي دی
چې : د حزب اسلامي د پلويانوحالت ته چي
کله ګورونو دوی ډېرنااميده ښکاري،او د يوه نامالوم هدف په
لورروان ښکاري د دې لامل دا دی چي دوی له يوې د امريکاپه خلاف
جهاداعلان کړی دی اوله بلي خوايې د طالبانوسره هم اړيکي ښې نه ښکاري له دې
وجې په دې هڅه کي دي چي په يوه توګه د کابل د
حکومت سره جوړجاړی وکړي.»
ماته د حزب اسلامي د مرام او موخو په
اړه لیکوال ډیره
بې علمه او ناپوهه ښکاره
شوه ، ځکه چې لیکوال
لاتر اوسه دداسې یو ستر او ولسي
ګوند په اهدافو اوموخو باندې نه پوهیږې
چې نژدې دوه څلویښت کاله
سابقه لري ، په هیواد کې یی
بنسټ ایښوول شوې او د میلیونو
شهیدانو وارث او د افغانستان د ازادۍ
دملاتیر ګڼل کیږي . که چیرې نوموړې
غواړې دحزب اسلامي د مرام اومعلوم
هدف څخه ځان خبر کړي نو دحزب اسلامي «مرامنامې » ته دې رجوع
وکړي ، تر څو په دې و پوهیږې چې ددې
ګوند اهداف او موخی کومې دې .
ددې
تر څنګ لیکوال
باید دا هم درک کړی چې حزب اسلامي یو ولسي ګوند دې او په ولس کې عمیقې اوژورې
ریښې لرې ، دا
چې له یوې مخې یې
د هیواد دازادۍ اوخپلواکۍ له پاره
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر جهاد اعلان کړې او دبله اړخه همدا اوس
په حکومت کې او هم په سیاسي برخه کې نیمګړې ونډه لري . باید ډاګیزه وي چې
دهیواد د ازادۍ له پاره د جهاد
پیلامه اوپرلپسې والې د حزب
اسلامي نظامې څانګه په غاړه لري
، هغوې ته هم دحزب اسلامي دقیادت
او د جهاد دامیر محترم حکمتیار له اړخه
سختې لار ښوونې شوې چې عامو
وګړو ته دزیان رسولو نه ځانونه
وساتي ، ان تر دې چې که
و وینې چې دددښمن
تر څنګ عام وګړي هم شتون
لري نو هلته دې د هر ډول نظامي
عملیاتو څخه ډه ډه وکړي ، تر څنګ
یی دا هدایت هم ورته شوې دې چې
هیواد د ملکې پولیسو او ملې اردو
دهغو دلګیو سره چې له تاسې سره جنګ نه کوې د نظامې برخورد څخه ډه
ډه وکړي ، همدا
راز د حزب اسلامي نظامې
څانګې خپلو مجاهدینو ته د خپل قیادت
دا پیغام هم ور رسولې چې په کې یی ویلي چې عامو تاسیساتو او عام
المنفعه پروژو ته د زیان ور رسولو څخه
ډه ډه وکړي ، دعلماو وژل ، دمعلمیینو ، انجینرانو او نورو کسبه
و وژل
هم په اسلام کې هم او هم په انسانیت کې هم ناروا او
د انسانیت په خلاف جرم دې اوباید
ددې ډول کرغیړن عمل څخه ځان وژغور ل شي ،
تر څنګ یی ورته ویل
شوي چې دعوامو تر منځ د ځان وژونکو بریدونو څخه چې
بدمغزو مفتیانو فتوې
ده ځانونه و ژغوري . خپل نظامي فعالیتونه یواځې او یواځې د بیرونې نیواکګرو
پر خلاف متوجه کړي ، تر څو نیواکګر دهیواده وتلو ته
چمتو کړل شي ، دا هم باید ډاګیزه
وي چې
دنیواکګرو د وتلو له پاره هم حزب اسلامي افغانستان یو پنځلس فقره ېې
مهال ویش تر تیب کړی تر څو دهغوې د وتلو نه وروسته
د ۱۹۹۲ کال کرغیړنې پیښې یو ځل بیا تکرار نشي . او دا پلان یی هم په هیوا د کې حاکم
رژیم ته او هم یی
دبین المللې ځواکونو مسؤلینو
ته او هم یی په امریکا او اروپایی هیوادنو کې دهغوې
سیاسی څانګو ته ور رسولې دې .
تر څنګ
یی لیکوال باید دې ته هم
متوجه اوسي چې که
دحزب اسلامي افغانستان نظامي څانګه د هیواد دښمنانو پر خلاف شپه او
ورځ لګیا دې خپل ځانونه
ځاروي او دهیواد نوې تاریخ په خپلو وینو لیکي ، د حزب اسلامي سیاسي څانګه
هم خپل کړچار
ادا کوي او دا کار د
انقلابونو دبریاو له پاره ډیر مثمر کار
ګڼل کیږي ، هیڅوک نه شي کولې چې یوه کلا
دبیرون څخه فتحه کړي
بلکه دکلا دننه عناصر دکلا په فتحه کولو کې مهم
رول لوبولې شي ....
دا چې لیکوال د حزب اسلامي او طالبانو تر منځه د جوړ
جاړي د نشتوالې خبره کړې ده، نو هیله ده چې د اموضوع د دطالبانو تر منځ ولټوي ، نه دحزب اسلامي تر منځ ، حزب اسلامي بیا بیا دطالبانو
مسؤلینو ته او په ځانګړې توګه د
طالبانو مشر اورهبر ملامحمد عمر
اخوند ته هیئتونه استولې دې
او د هغوې څخه یی
د هیواد دخپلواکې د بیرته اخستسلو له پاره د
یوې متحدې جبهې او مشترکې شورا غوښتنه کړې ده . خود
طالبانو تر منځ یوشمیر وګړي ،
لکه دنامه څخه یی چې پیدا دي
یواځې په خپل ځان او
په خپل طالبیت غاوره دي او هیڅ
داسې کوم کار ته تیار نه بریښي ، چې همدې کار د طالبانو تر منځ هم
درزونه راپیدا کړي دي ، همدا اوس د طالبانو یو شمیر ګروپونه چې په سر کی یی د ملا منصور وګړي شامل دی د ایران سره د ملامنصور د پخوانیو اړیکو په بنسټ ډیر نژدې اړیکي لري او دهمدي اړیکو په بنسټ ایرانیان
هغوې په خپلو لاسو کې دخپل
ولس په خلاف لوبوي
او شرط یی پرې دا
ایښودې دې چې هغوې به دشیعه او هزاره ګانو سیمو سره
هیڅ ډول غرض نه کوي ، تاسې ووینۍ چې په غزنې
کې دهزارګانو ټول مکاتب
او ولسوالۍ فعاله دې خو د سنیانو او پښتو یو
مکتب څه چې یو پل چک
هم سلامت نه پاته کیږي
او.....
ددې ډلې دا کار
دطالبانو تر منځ د سختو
کړکیچونو د راپیدا کیدو سبب ګر زیدلې دې ، همدا علت دې
چې دطالبانو ګڼ شمیر مجاهدین دحزب اسلامي دلیکو سره را یوځاې کیږي
چې ښه نمونه یی په
کنړونو ، پکتیا او هلمند کې لیدل
کیږی. خو څرنګه چې د حزب اسلامي
نظامی څانګه ددې جوګه
نه ده چې دهغوې ټولو
ستر مالي بار په اوږو
واخلي نو ورته هدایت کوي چې هملته
په طالبانو کې پاته او هملته ځانونه بسیا کړي ......
که
څه هم ما د تنویر نوې ګڼه او یا په
دې ګڼه کې د امام تر نامه لاندې دکوم
لیکوال لیکنه نه ده کتلې ، خو
دا چې لیکوال لیکي چې دا
لیکنه د حزب د امیر حکمتیار لیکنه ده
او بیا یی هغه ډیره کمزورې
ارزیابي کړیده ، پخپله دخندا وړ خبره ده
ځکه چې که پخپله لیکوال ددومره کمزوري
ادب او لیکنې خاوند وې چې
لیکنه یی د سر نه تر اخره
پورې داغلاطو ډکه ده ، نو بیا خو دحکمتیارپه لیکنه اویا دهغې
په کمزورۍ باندې څه لیکل دخندا وړ
ګرځي ،ځکه څوک چې دچا په لیکنه
نقد کوي هغه باید د لیکوال څخه په
لیکنه او ادب کې ډیر قوي و اوسي ، نه داچې
په خپله د ادب اولیک په پوله هم نه
وي تیر شوې . او که ریښتیا هم هغه لیکنه دښاغلي حکمتیار صاحب
وي نونوموړې دې په خپله فکر وکړي
چې ښاغلي حکمیتار د پښتو او دري ادب یو
نامتو لیکوال ، ددې ادب د ګرامر لیکونکې
او تر څنګ یی د قران کریم اوبخاري
شریف د تفسیرونو د لیکلو سره یوځاې
تر اویا وو نه زیات سیاسي او ټولنیز ستر ستر او ضخیم کتابونه لیکلي دی ، نو دا چې دروند لیکوال هغه ته
کمزورې لیکوال وایی
نو هیله ده چې لوستونکې به
ددې ورور په اړه په خپله قضاوت وکړي ......
دا چې
لیکوال لیکي چې « دې ته په پام سره چي په تاسف سره دغه ډله د څوکۍ ډېره شوقي ډله
ده، ډېرکوششونه يې وکړل
څودغه هدف ته ځانونه ورسوي خومتاسفانه تراوسه بريالي نشول» ،
فکر کوم یو ځل بیا لیکوال په ډیره ستره ناپوهۍ کې پروت دې . ځکه هغه په دې نه پوهیږې چې
دڅوکۍ سره شوقی ډلې څخه
یی مقصد څه دې . که مقصد یی داوي چې په
افغانستان کې دې دحزب اسلامي په څیر یو غښتلې
او منظم ګوند شتون ولري
اوهمدا ګوند دې د خپل هیواد د
ازادۍ اواستقلال له پاره د ملا د تیر په څیر رول
لوبولې وي اوکله چې دولس د
رهبرۍ له پاره ټاکنې کیږي
بیا دې دا ګوند په کې برخه نه اخلي
، فکر کوم دا خبره خو به ډیره جاهلانه او
د ناپوهۍ نه ډکه خبره وي ،
حزب اسلامي افغانستان په داسې حال
کې چې دحزب مرکزی
قیادت اوپخپله دحزب امیر محترم حکمیتار د اوسنیو ټولټاکنو سخت مخالفت وکړ
، خوتر څنګ یی دحزب کدرونو ته
ازادي ورکړه چې
هغوې چې په هیواد کې دننه ژوند کوي
هغوې ازاد دي
چې په دې اړه خپل تصمیم
په خپله و نیسي ، خودحزب مرکز د هغوې تائید یا تر دید نه کوي . تر څنګ
یی دشمال ټولوالې پورې اړوند د ټاکنو کمیسیون ټول
هغه وګړي چې د حزب په نامه نوماند
شوي و د ټاکنو دلسټ څخه وویستل
( تاسې کولې شئ په دې اړه د ټاکنو
دکمیسون بریښنا پاڼې ته ولاړشئ ) بیا هم
دادې ګور و چې همدا
اوس په پارلمان کې د سیاسی ګوندونو تر منځ دحزب اسلامي دګوند غړي منظم
، او شمیره یی تر ټولو ډیره ده . دا هم باید په یاد ولرئ
چې په تیر پارلمان کې هم ، پخپله د پارلمان د یوشمیر بې پرو غړو د مطبوعاتي وینا و له مخې ، د حزب اسلامي پارلماني غړی تر ټولو منظم او یولاس
و . ......
زه باید دغه لیکوال
یوې تاریخې پيښې ته هم متوجه کړ م
او هغه دا چې : دحزب اسلامي امیر یواځنې
شخصیت و چې په نویمه
کلونو کې یی د امریکا د ځواکمن ولسمشر
رونال ریګن سره ،په دې خاطر د کتنې
څخه انکار وکړ چې هغه
غوښتل په ریکاویک کې د ماتې شوې
شوروي امپراطورۍ د ولسمشر ګورباچوف سره
د خبرو په وخت کې دافغانستان د مجاهدینو نمایندګي وکړي ، ترڅنګ یی
حکمتیار غوښتل نړیوالو ته ، اوپه ځانګړې توګه هغوې ته چې وایی
د افغانستان جنګ د امریکا اوروسانو تر منځ
جنګ دې ، وښئ چې دافغانستان جهاد دافغانستان دمیړني ملت د ازادۍ
جنګ دې ، نه دیوه نړیوال
ځواک جنګ .......
نو که چیرې حزب اسلامي او د هغې قیادت د څوکۍ وږې اویا
شوقي وې نو د هغه وخت دامریکایی ولسمشر سره کتلو
دحزب اسلامي واکمني تلپاتې کوله
خو نه حزب اسلامي او نه د حزب
قیادت په داسې
سازشونو باندې باور اوعقیده
لري او نه غواړې د همداسې
پټو مؤامرو له لارې قیادت
تر لاسه کړي .
حزب اسلامي افغانستان په دې باوري دې چې
قیادت باید د ولس له خوا د ازادو اوخپلواکو
ټولټاکنو له لارې د پردیو دمداخلې پرته
و ټاکل شی . د حزب اسلامي اودنورو جهادي تنظیمونو تر منځ په نوی
ومو کلونو کې ، هغه وخت هم دا اختلاف و ځکه هغو تنظیمونو په اهل حل وعقد شورا باندې
، چې له یوه سره یی هر څوک په خپل مزاج
تعریفوی ، زور اچاوه
اوغوښتل یی چې قیادت یی
دهمدې شورا له لارې
چې په ډیره اسانۍ سره د رشوت په
پیسو اخستل کیږي ، و ټاکل شی. خو حزب
اسلامي افغانستان په دې
ګروه دې چې ، قیادت
اورهبري د ولس حق دې ، او ولس
یی چې هر چاته ورکړي همغه به د ولس
د مشرۍ حقداره وي ، دا کار
زمونږ پخوانیو هم تر سره کړې ،په اسلام کې هم دا کار دسیدنا عثمان بن عفان
او سیدنا علي رضی الله عنهم ترمنځ دهغې
مشورتي شورا وروسته ترسره شوې چې د سیدنا عمر رضی الله عنه لخوا
جوړه شوې وه او
......
دطالبانو د غورزنګ د یوشمیر غړو او هم دحزب اسلامي تر منځ د اختلاف د اساسی
نقاطو څخه یوه نقطه هم همدا ده ، چې
طالبان غواړې خپل
قیادت په هر قیمت چې وي په نورو
ور وتپي ، حال داچې حزب اسلامي افغانستان دولس د ازادې
رایه پرته په ولسی قیادت
باندې باور نه لري ،
او همدا ټکي دحزب اسلامي په پنځلس
فقره یی وړاندیزونو کې په څرګنده توګه لیکل
شوی دي . لیکوال باید دې ته هم متوجه وي چې نه خو
اوس وخت هغه وخت د ې چې طالبانو په کې حکومت کاوه او نه افغان
ولس هغه ولس دې چې
طالبانو پرې حکومت کاوه ، وخت
بدل شوې د طالبانو هغه شمیر غړي چې
اوس په دغسې ړانده تقلید پسې روان دې د وخت
نزاکت او حالات باید و څیړي اوبیا پریکړه وکړي .....
په ګران هیواد کې د څوکۍ
شوق او واکنۍ ته رسیدل د هر
افغان حق دې ، هر هغه څوک یی چې
وړتیا ولري ، خلک پرې باور
او اعتماد وکړی ، په فساد او لوټ مار تورن
نه وي ، د وسلې ا و غلا له لارې
څوکۍ ته ځان و نه رسوي او نه د
پردیو دګوډاګي په توګه په څوکۍ لاسبر ې
ومومي ..... که د څوکۍ شوق نه
وې نوطالبانو به ټول هیواد دخاورو سره نه خاورې کاوه . که چیرې د طالبانو دحکمرانۍ په وخت کې ، دهغوې
مسؤلینو دحزب اسلامي مشورې
منلې واې او په واکمنۍ کې یی له ځانه سره
نورې اساسي ډلې ټپلې را یو ځاې کړې واې اوبیا یی د ټولټاکنو له
لارې په هیواد کې دسیاسې ازادو ګوندو
تر منځ په ارامه فضا کې ټاکنې تر سره کړې واې او واکمنی
یی د زور او ټوپک په ځاې
دخلکو اوولس خوښې ته پری ایښې
وای نو نن به حالات
بلمنګه وو ......خو دا ټول د طالبانواو دهغوې د یو شمیر ضدی
عناصرو کړچار و چې نن
دادې یوځل بیا ګران هیواد دپردیو په لاسو کې
را ښکیل شوې اوهره ورځ مو په لسګونو
واړه ، زاړه ، ښځې او نران
وژنې اوبیا زمونږ دشهیدانو دمړو سره هغسې
ناروا سلوک کوی چې عکسونه یی د کتلو وړ نه دي .
دا
چې لیکوال لیکلي دی چې « د يادوني وړده چي
ماسټرابوالاعلی مودودی یوپنجاپی معلم ووچي سره د دې چي د ديني علوموخاوندنه
وو، بيايې په ديني
مسائلوکي بحثونه کولي اوداسي غلطي مسئلې يې بيان کړې چي د هغوله امله ورباندي په زرګونوعلماوو د ګمراهۍ فتوا ولګوله اود نوموړي په هکله يې
په واضحوټکوکې
فتواصادره کړه چي مودودي یوګمراه اوله اهل سنت والجماعت نه وتلی سړی دی اود شيعه ګانوسره نږدې
والی لري»
زه نه پوهیږم چې
لیکوال به ریښتیا هم همدومره
ناپوهه او دعلم نه بې برخې وی
لکه دا لیکنه یی چې کړې او که دنورو پاکستاني حسودو ملایانو په څیربه حسد ، عصبیت او کرکې دې ته اړ کړې وي
تر څو د اسلامي امت دیوه ستر فقیه ، عالم ، مجاهد او لارښود شخصیت په اړه داسې الفاظ
استعمال کړي چې مسلمان
خو لا پریږده چې هندوان اویهودان یی هم دهغه په اړه نه استعمالوي ،
دا قضاوت لوستونکو ته پریږدو چې
هغوې په خپله د مولانا ابوالاعلي مودودي رحمه الله دشخصیت په اړه
قضاوت وکړي . خو دومره باید ووایم
چې مولانا مودودي ر حمه
الله د اسلامي امت د
ځوانانو دبیدارښت هغه ستر شخصیت
دې چې په لمړي ځل یی قران کریم د تفهیم تر نامه لاندې ولیکه
، او دتعلیم یافته ځوانانو
سترګې یی دقران دعلم په اړه پرانستې ،
دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې
به د هیواد اسلامي غورزنګ هم د
مولانا د آندونو څخه اغیزمن شوي او ترڅنګ به یی د اسلامي نړۍ د نورو
شخصیتونو لکه سید
قطب شهید رحمة الله او نورو
څخه هم . خو دا باید ډاګیزه وي چې
که په هیواد کې د تعلیم یافته او روڼ اندو ځوانانو دا غورزنګ نه وې نو نن
به دطالب په نوم دغه غورزنګ چې
نن یی تا یادونه کړې هم
دزمکې په مخ نه وې موجود . دا
چې دطالبانو او سنې غورزنګ
د مولانا فضل الرحمن اویا سمیع الحق
په څیر د خلکو په لاسو کې لوبیږي
اویو شمیر غړي یی ددې خلکودمدرسو څخه فارغ
شوي دی اوهمغوې ته درنښت لری ، پخپله دبحث وړ موضوع ګڼل کیږي ، نن مولانا فضل الرحمن دپیپلر پارټۍ تر سیورې
لاندې تغذیه کیږی خو خلک ورته
مولانا ډیزل وایی ، ترڅنګ یی
مولانا سمیع الحق هم د
سنا د غونډې غړي اود پیپلز پارټې جارچي حسابیږی. ماته ووایاست
چې په نړۍ کې د علماو ( دهنددجیدو
علماو پرته) کوم داسې غورزنګ شته چې سړې پرې و نازیږي ، سؤعلماء خو
تل د مبار ک په څیر
د دیکتارانو په چوپړ کې مزدورې کوي ، په افغانستان
کې مولوي فضل هادي چې د
شیخ الحدیث په نامه مشهور و د
امریکا ولسمشر بش ته عذر اوزاري کوی چې
زلمي خلیل زاد د سفیر په څیر تبدیل
نه کړي او ........
نه غواړم چې د لیکوال
په دغه نا انډوله خبرو باندې
ډیره تبصره وکړم ، اوخپل وخت پرې
ضایع کړم ، خو دومره ورته
وایم چې دعقل اوپوهې نه کار واخلئ
، مشوره نه یوآځې ستاسې بلکه
دهر افغان حق دې ، خو مشوره باید څه بنسټیزې
موضوع ګانې ولري ، هسې په هسې دخپل ځان د شهرت له پاره
داسې خوله پرانستل او د
اسلامي امت په سترو سترو
شخصیتونو باندې چې نن یی
نړیوال استکبار په لړزه راوړې دې ،داسې خوله خوزول
ښه نه بریښې .
دالله تعالې نه تاسې او ټولو لوستونکو ته د هدایت او لارښونې تمنا لرم .
الله تعالې دې زمونږ دولس ټولې
پرګنۍ سره را یوځاې او ددښمنۍ
د تخم د شیندلو څخه دې یی
خوندي وساتي امین.
اسدخان ، دحزب اسلامي د پلویانو څخه .