
د موقتي ادارې له پیل څخه بیا
تر اوس پوري
یادونه:
په کندهار کي خورا ډېر کسان په مختلفو
نومونو ترور سول او دا لړۍ لا روانه ده، په سلګونو داسي قومي مشران سته چي کورنیو
يې له بیري نه غوښتل نومونه يې ښکاره سي. په تېره روژه کي زه یوه ورځ د کندهار د
والي له ویاند سره د هغه په دفتر کي ناست وم، ده راته د همدې ورځي لیست ښکاره کړ،
چي ۲۷ نفره په همدې ورځ په کندهار ولایت کي ترور سوي وه. ددې ۲۷ نفرو څخه ما یوازي
د ۲ نفرو کورنۍ پدې راځي کړې چي نومونه يې باید په مطبوعاتو کي ښکاره سي. د ډېرو وژل
سوو کسانو قریبان له بیري خپل موقف او مقام کښته ښوويې او نه غواړي چي د لوی سړی
او یا بانفوذه کس په توګه یاد سي. هغوی د تللي کس په غم کي نه وي یوازي د ژوندیو د
ژوندي ساتلو غم ور سره وي. ډېر داسي کسان سته چي خپل موفق کښته ښوويي خو بیا هم چي
هوښیار او ځیرک دښمن په خبر سوی دئ له منځه يې وړي دي.
څیړنه:
غلام ولي نوري
برېښنالیک
aracozia@yahoo.com
ددې څیړني په اړه څو خبري:
دا تحقیق زما لپاره خورا سخت او مصروفونکی کار وو، چي د ستړیا سره يې د سر سودا هم غوښتل خوبېله قربانۍ هم نه کیږي. ما پلان نه در لود چي دا څېړنه په خپل نامه خپره کړم خو دا هم اجازه نه ورکوم چي بل څوک زما د خولو نتجه په خپل نامه خپره کړي. تقریبا درې اونۍ مخکي یوه کس زما همدا تحقیق په خپل نامه په لروبر ویب سایټ کي خپور کړئ وو، چي تر لیدلو وروسته ډېر خفه سوم او سمدستي مي د لروبر مسول احسان الله احسان ته یو څه سخت ایمل ولیږئ، چي دا خو زما تحقیق دئ نو تا ولي اجازه ورکړې ده چي بل څوک يي په خپل نامه خپور کړي؟ دده يې کور ودان خپل عذر يې راته ووایه او د منلو وړ وو نو ما هم فیصله وکړه چي دا څېړنه د اخیري ځل لپاره اپډیټ کړم او له لوستونکو سره يې شریکه کړم. البته دا به زما ددې تحقیق اخیري برخه وي چي نور يې د تعقیبولو حوصله نه لرم.
ما دا حقیق په انګریزي هم ترجمه کړ او ځینو خارجي تحقیقاتي موسساتو ته مي ولیږئ چي په هغو کي یو د امریکا د ځانګړو ځواکونو د ستراتیژۍ جوړولو انسټیټوټ وو. له هغوی سره مي په دې اړه چي پښتانه ددې اور قرباني دي خورا اوږده بحثونه کړي دي چي بیا به يي بل وخت ستاسو دوستانو سره شریک کړم.
ما د هلمند ولایت په اړه هم همداسي تحقیق کړی دئ، چي په راتلونکو څو ورځو کي به يي له ستاسو دوستانو په واک کي در کړم.
(۱) هدف او انګېزه:
تاسو درانه لوستونکي به خبر یاست چي دا راپور تقریبا له ننه څخه لس میاشتي وړاندي زما په مستعار نامه خپور سو. په هغه کي ما ددي تحقیق په اړه خپل هدف او انګیزه هم په ډاګه کړې وه، چي ډېري خبري پکي پټي وې. په هغه وخت کي زه د جمهوري ریاست د تاریخ او تحلیل د امریت امر وم او نه مي غوښتل چي خپله مستقله څېړنه مي د وظیفې په خاطر تر سوال لاندي راسي او یا خدای مه کړه خلک بل ډول انګېرنه ور څخه کړي نو له همدي کبله مي خپل نوم پټ وساته او یوازي زما نژدې ملګري له دې څخه خبر وه چي دا تحقیق ما کړی دئ. ددې تحقیق په لومړۍ بڼه کي ما د هغه کس نوم هم نه وو ښکاره کړئ، چي زه يي د جنایتونو له کبله دې تحقیق ته وهڅېدم خو نن دا دئ دا وحشي او درینده صفته انسان تاسو درنو لوستونکو ته در پبژنم.
زه اوس په دې اړه فکر کوم چي پر دې خونخوره انسان باندي د حیوان نوم په ایښولو سره خو ب مي د هغو سوله ناکو او اهالي حیوانانو په حق کي ظلم نه وي کړی، چي بشر ته يې همېشه فایده رسیږي. زموږ په فلکلور کي د شرمښ یا لیوه نوم خورا بد دئ، چي د انسانانو وینه ځمکي ته نه پرېږدي، خو د څېړنو څخه ښکاري چي دې وحشي حیوان په تیرو سلو کلونو کي یو انسان هم نه دئ وژلی.
دې غربیانو افغانستان ته داسي ناسور راوړ، چي خدای خبر بیا به دا مظلوم او بېچاره ولس په اسانۍ ورڅخه خلاصیږي. دا د ناسور زخم زموږ پر غیور ولس باندي د بي غیرته او بي ضمیره خلکو حاکمول دي او پر موږ باندي د مشرانو او واکمنانو په توګه رانازلول دي. زه خو په دې باور یم چي هیڅ یو ځواک به دا بې شرمه او بي حیا خلک زموږ پر با غیوره ولس باندي د توري په زور ونه منلای سي. زموږ په پاکه او با حیا ټولنه کي یوازي شاه زلمیو ته په درنه سترګه کتل کیږي نه هر خاین او غدار ته.
دا سپین سترګی کس د کندهار پخوانی والي اسد الله خالد وو. زه دده د ولایت په دوران کي د ناټو له یوه هییت سره کندهار ته تللی وم او له ده سره مو غونډه لرله. ده په غونډه کي په ډېره بې شرمۍ سره د هییت غربي غړو ته په کندهار کي د حکومت د دوستو او دښمنو قبیلو په اړه معلومات ورکړل. زما لپاره خو تر اوسه دا معما لا همداسي نا حل پاته ده،چي دې نا اهله انسان چي د ناوکۍ غوندي ښایسته کندهار يې لوټي لوټي کړ او د مستیو او ښه ځوانیو ډک کندهار يې داسي د خپلو بچو په وینو ولمباوه، چي په خپل تاریخ کي يې ډېر لږ ساری لیدل کیږي، ددې پر ځای چي محکمې ته ولاړ سي او د کندهار د مظلوم ولس انتقام ځني واخیستل سي پر ځای يې وزیر سو، خو له بله اړخه چي دې غربي ناتار ته سړی ګوري نو بیا سوال نه ورته پاته کیږي چي ولي ددې پر ځای چي باید محکمه سوی وای له ولایت څخه يې وزارت ته ترفع وکړه.
زما د کرزي د حکومت د یوه وزیر چي په رښتیا پښتون او مېړنی انسان وو، یوه خبره هیڅکله نه هیریږي چي ویل يې په دې حکومت کي به یا بې ضمیره پښتون لوړي چوکۍ ته رسیږي او یا به جاسوس وي، نو له همدې اسیته زه نور له دې حکومت سره خدای په اماني کوم چي مزې او چړچي به نور پکښي کوي او سبا ورځ به يې حساب زموږ سره کیږي. ده په هغه ورځ استعفا وکړه او ولاړی پر کور کښیناستئ او تر نن پوري يې بیا د حکومت نوم نه دئ اخیستی.
خالد ناټووالو ته وویل ،چي په کندهار کي طالبان نسته او دلته جنګ د همدې دوو ډلو قومونو تر منځ روان دئ، زه ډېر حیران سوم چي ټوله نړۍ د طالبانو نارې وهي او طالبانو خو پر دې هیواد ۶ کاله حکومت وکړ اوس یې دی و منلو ته لا تیار نه دﺉ.
دوست او دښمن او هغه هم بیا په پښتنو کي؟
کوم اور چي په افغانستان کي بل دﺉ په ځانکړې په کندهار کي ټول وچ او لانده له یوه مخه سوځي او دا اور بل سوی د پښتنو لپاره دئ، چي هم يې پیلوزي دي او هم يې اور لړني.
زه خو داسي څوک نه پیژنم چي په کندهار کي د قیبلو تر منځ د شخړو په اړه ثبوت لري، زموږ ټول قومونه ددې اور قرباني دي. که چیري بیا هم داسي څه وي نو هغه هم دداسي مغرضو او نا اهله چارواکو جمع ((یهودي)) سارا چېس غوندي وحشي انسانانو له لاسه لکه خالد او دده په شان نور. درنو لوستونکو که د سارا چېس له جنایتونو خبر سی نو اسد به مو هیر سي. سارا چېس یوه فاحشه ده چي په کندهار کي د قومونو په منځ د درځ اچولو خورا ښه مهارت لري، چي دا هر څه يې له خپل کتاب (امرباالمعروف) څخه ښه څندیږي، البته دغه کتاب ما په پښتو ترجمه کړی دئ. د سارا داستانونه خورا ډېر او د غمه ډک دي چي بیا به بل وخت سره پر وږغیږو، خو د هغه جهادې قوماندان اوښکي مي هیڅکله نه هیریږي چي دا يې د افغاني ښځي په بڼه کور ته ورغلي وه او هلته يې د هغه با عزته پښتني میرمني فلم اخیستي وو او بیا يي هغه فلم دغه قوماندان ته د ګواښ په توګه وړاندي کړی وو او ورته ویلي يې وه، چي که زما په اشاره کار ونه کړې نو دغه فلم به په بازار کي خپور کړي. د فاحشي نوم مي ځکه ورکړ چي چا ته يې تر اوسه پدې معامله کي یا نه دي ویلي او زما ددې خبري تاید به په کندهار کي ډېر ژورنالستان او مشران وکړي چي که يې په نامه یاد کړم نو خالد پښتون به تر ټولو غوره وي. د اولسي جرګي لومړی مرستیال خالد پښتون د سارا له فاحیشه توب او جنایتونو څخه ډېر ښه خبر دئ.
زه خو په کندهار کي د ډېرو قومي مشرانو په وژلو کي د همدوی دوو لوی لاس بولم. کله چي ما ددې تحقیق لومړی بڼه ولسمشر کرزي ته وړاندي کړه هغه را څخه وپوښتل چي په کندهار کي دا قومي مشران څوک وژني؟ انجینر صاحب ابراهیم جواب ورکړ چي اوس په دي کار کي ایران خورا لوی لاس لري؟ ولسمشر د هغه خبري پرې کړې خو زما بیا له یا ده ووتل چي له انجینر صاحب څخه وپوښتم چي څنګه او په کومو شواهدو سره تاسو وایاست چي ایران د کندهار قومي مشران وژني؟ دا چي انجنیر ابراهیم د جمهور رییس په فتر کي او په ځانګړې امنیت شورا کي خورا لوی سړی دئ نو خبره يي باید بابيزه ونه ګڼل سي.
د قومي مشرانو د مثبت او ښه رول یو ښه مثال حاجي ملا نقیب اخند (ملا ګل اخند) او عبدالحکم جان دي چي د ارغنداو ولسوالۍ خورا مهم قومي مشران او جهادي قوماندانان وه. کله چي دوی ژوندي وه د دولت مخالفینو زیات کوښښ وکړ چي ارغنداو ته ننوځي خو په هیڅ ډول بریالي نه سول. د دوي تر مرګ وروسته سمدستي وسلوال مخالفین ارغنداو ته ننوتل او تر اوسه نه بیا د ناټو ځواکونو، افغان ملي اردو، پولیسو، ایتلافي ځواکونو ونه سو ایستلای. ځکه چي د دوی تر مرګ وروسته قوم، سیمه او ولسوالي یتیم سول.. د ارغنداو د شنې درې شنکي باغونه هره ورځ د ناټو توپونو، الوتکو د بمونو او د وسلوالو مخالفینو د راکټونو او ماینونو خوراک ګرځي.
پر پښتنو د داسي نا اهلو خلکو د حاکمولو نتجه دا راوځي لکه د ارغنداو د تره کو کلاچه چي سړی فکر هم نه سي کولای چي یو وخت دي دا کلی د ښکلاوو او رنګیو ډک وو.
په کندهار کي دا لاندي څو لويي قبیلې ژوند کوي لکه نورزی، پوپلزی، بارکزی، الکوزی، اڅکزی، علیزی او دا څو کوچنۍ قبیلي ژوند کوي لکه کاکړ، محمدزی، بابړ، ترین، ساکزی، خوګیاڼی، بابړ او داسي نور. ددې تحقیق تر لوستلو وروسته تاسو قضاوت وکړﺉ، چي په دغو قومونو کي دوست او دښمن پاته کیږي او که ټوله ددې ستر او تباه کوونکي اور خوراک سوي دي.
څو غمناکي خاطرې:
ددغو کسانو په اړه معلومات راغونډولو له ځان سره خورا سخت تراژیدي داستانونه لرل. د بیلګي په توګه به یې تاسو ته د ځینو یادونه وکړو:
هغه کسان چي په دا نن کي به په ځانمرګي برید، کمیونونو، بم چاودني کي مړه سول په دا سبا به یې د هغه صحني فلمونه په بازار کي په خورا اسانۍ سره پیدا کیدل له دې څخه سړی پوهیدای سي چي د افغانانو په وړاندي یو خورا اساسي دسیسه روانه ده خو دا بیچاره ولس لا تر اوسه په داسي خوب بیده دﺉ چي راویښول یې پیړیو ته اړتیا لري. له دې څخه ښکاري چي یو خورا مرموز لاس ددې ټولني په له منځوړلو اخته دﺉ داسي چي لومړی ټولنه بې مشره کړي او وروسته بې هویته. خدای مکړه که دا هر څه راڅخه واخلي په هغه صورت کي به موږ ټوله په داسي یوه مرض اخته کیږو چي علاج به نه لري او پای به یې داسي مرګ وي چي دا نړۍ یې ډېره لږه شاهده وي.
ځیني کسان خو په داسي سخت مرګ مړه سوي دي چي په تاریخ کي یې خورا لږ ساري لیدل کیږي. د مثال په ډول: د کورنۍ د ټولو غړو ، کوچنیانو، ښځو، سپین ږیرو، سپین سرو او نورو ټولو سره یو ځای وژل. د ناخون ګیر په چاقو او د موچي په تار حلالول، په دار ځړول، پر نس پرې کول، د کورنیو د غړو په مخ کي یې زړه او سږي ور څخه راکښل د یوه کس په خاطر تر سلو زیاتو بې ګنا انسانانو ور سره وژل، مور ته یې ټلیفون ورکول او هغې ته ویل چي د زوی د مرګ ډزو ته دي غوږ ونیسه او په هغې دده د مرګ صحنه ټوله د ټلیفون د لاري اورېدل او داسي نور...
عجبه ډرامه:
یو وخت د پاکستان د چمن له ښار څخه زما یوه ملګري ټلیفون راته وکړ. ده ویل چي زه دلته اوس پر یو دوکان ناست وم او دا دوکان عموما په افغانستان کي د جنګېدونکو طالبانو د راټولېدلو مرکز دئ او دوی په دې خوشحالي کوله چي په سپین بولدک کي يې د هغه پلاني قومي مشر د وژلو عملیات کامیابه سول او د امر المومنین ملا محمد عمر امر يې پر ځای کړ. کاش دا تنکي طالبان خبر وای چي د دوي مشر څنګه سړی دئ، چیري اوسیږي او څنګه ژوند لري. های دوی خبر وای چي د دوی دې امر د دوی د لاري یو لوی لاروی ملا داد الله په ۷۵ لکه ډالره پر ناټو خرڅ کړ او بیا يې په ګډه سره وواژه. خوشبختانه د ملا داد الله د وژلو دا مستند فلم چي زما د خبري تاید کوي او سره له دې چي دواړو خواوو بندیز پر لګوی دئ اوس هم په بازار کي پیدا کیږي.
زموږ ډېر خلک لکه دغه بېچاره طالبان اوس هم ملا محمدعمر ته د یوې سپيڅلي پرښتي په سترګه ګوري او د هغه امر په سرته رسولو سره ویاړي، خو سړی نه پوهیږي چي دا دونه لوی قوم د هغه له جنایاتو او غلامۍ څخه څنګه خبر کړي. زموږ خلک اوس هم د هغه په اشاره او فرمان خپل سرونه قرباني کوي او له نور څخه ژوند اخلي خو زموږ له فتر څخه د ملا عمر په نامه لیکونه (خطونه) تلل نو که ملا عمر دقیق ادرس ونه لري نو دا لیکونه چیري تلل او چا تر هغه ځایه رسول. یوه ورځ د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ولسمشر کرزي ته د ملا محمد عمر د اوسېدلو دقیق ادرس راوړي وو. ولسمشر کرزي ور څخه وپوښتل چي ایا ناټو او امریکا خبر دي چي ملا عمر همدلته دئ؟ صالح په هو جواب ورکړ. ولسمشر کرزي وویل چي دوی څه نه سي په کولای او یا يې نه په کوي نو زه څه په وکړم.
خو زما په نظر د هیواد د مشر په توګه صرف چي زه څه په وکړم له مسولیت څخه ځان نه سي خلاصولای. دا دونیا تیریږي او هر مشر د خپل ملک چوپان دئ او په اخیرت کي به د هر ظلم حساب له ده سره کیږي چي ډیر به سخت وي خدای دي مو له داسي لوی مسولیت څخه په داسي ورانونکي وخت کي وساتي.
د ولسوالیو او موضوعاتو فهرست
شمېره مخ شمېر
د کندهار په ولایت کي له ۲۰۰۲ م کال څخه بیا تر اوس پوري ترور سو دیني عالمان
نوم
په کندهار کي ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي
نوم وظیفه
د کندهار ښار ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي
نوم قوم ځای وظيفه
د پنجوایې ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
1. حاجي عبدلقیوم خان سلاوات نورزی
2. حاجي نعمت الله پنجوايي علیزی
3. عبدالسمیع سلاوات نورزی
4. حاجي فضل محمد مشان ساکزی
5. سخي داد مشان ساکزی
6. عبدالرحیم خان تلکان ساکزی
7. ملک دین محمد تلکان ساکزی
8. ضابط عبدلغفار ناخونی نورزی
9. حافظ خواجه محمد مشان ساکزی
10. جناب مولی صاب ناخونی نورزی
11. عبدالقدوس خنجکک بارکزی
12. رحمت لله سلاوات نوزی
13. حاجي عبیدالله خنجکک بارکزی
14. مللا خدای داد چلغور الکوزی
15. باران مشان اڅکزی
16. کریم جان سپیروان نورزی
17. ډاکټر صالح محمد سپیروان نورزی
18. فتح خان سپیراون نورزی
19. جانان سپیروان نورزی
20. شمس الله سپیروان نورزی
21. عبدلحبیب پنجوایې علیزی
22. محمد امین خان سپیروان نورزی
23. نقیب الله زنګاوات اڅکزی
24. عبدالله تلکان ساکزی
25. شاه محمد ناخونۍ نورزی
26. تورجان سپیروان نورزی
27. محمد عیوض سپیروان نورزی
28. حیدر سپیروان نورزی
29. محب الله سپیروان نورزی
30. سید محمد سپیروان نورزی
31. عبدالودود سپیروان نورزی
32. عبدالروف سپیروان نورزی
33. غلام دستګیر سپیروان نورزی
34. حاجي احمد لله پنجوایي الکوزی ولسوال
35. سردار محمد سلاوات نورزی
36. شیر عبدالمجید سید
37. حمید اغا نلغام سید
38. ملا خاکسار پنجوايي نورزی
د بولدک ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د همدې ولسوالۍ ټپیان سوې قومي مشران چي زیات یې د شورا غړي دي
1. حاجي داد الله خان د شیرو اوبو په قوم نورزی په ځانمرګي برید کي دی ټپي سو او دوه زامن یې مړه سول.
2. حاجي عزیز الله پهلوان د ګلان په قوم نورزي دوه باډیګارډان یې شیر محمد او بور محمد ووژل سول او دی ټپي سو.
3. حاجي ذکریا خان او حاجي غلام نبي خان د مرغه په قوم اڅکزی ځانمرګي برید پر وسو او عبدالله ، محمد میر، عبدالطیف او عبدالظاهر ور سره ووژل سول.
4. ولي جان سورکي لیزۍ نورزی
5. حاجي لعل جان د شهرا قوماندان په ځانمرګي برید کي مړ سو او څلور ۵ نفره دده د ورور عبدالله او وراره فیض الله په شمول ور سره مړه سول.
6. ملا اختر جان د شورا معاون جمالزی نورزی
7. حاجي محمد عمر خان لوی کاریز نورزی
8. حاجي نعمت الله سرحدي پولیسو قوماندان د سپین کي په قوم اڅکزی دده کور ته یې بمونه ور وغورځل چي دی زخمي سو او دده وراره عبدالله مړ سو او یو بل وراره یې جان محمد سخت زخمي سو.
9. حاجي ولي شاه خان د شورا رییس د ریګ د سکان کان په قوم اڅکزی دی په کمین کي وختۍ زوی یې علي شاه او باډیګارډان یې ګل جانان او محمد یوسف ور سره مړه سول.
10. حاجي فدا محمد خان د سرحدې لوا قوماندان ځانمرګي برید پر وسو او اسدالله، لعل محمد، خان محمد اڅکزي د سره کلي ور سره مړه سول.
د معروف ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د میوند د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د ژړۍ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم قوم کلی
د ډنډ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د ارغنداو د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د خاکریز د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم د پلار نوم کلي قوم
د شاه ولیکوټ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د ارغسان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي پوپلزی
د میانشین د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلی قوم
1. عبدالغفار دیراسکو بارکزی
2. نعمت الله پردېس پوپلزی
3. احمد الله پردیس پوپلزی
4. عبدالکریم پردیس پوپلزی
د دامان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلي قوم
د ریګستان ولسوالی د ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان
نوم کلی قوم