په سويډن کې د افغان اريانا کلتوري ټولنه لخوا د نوي کال مبارکي

په سویډن کې د افغان اریانا کلتوري ټولنه    په ملک کې د ننه او له ملک نه بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو افغانانو ته د  ۱۳۹۰ لیږدیز لمریز کال د را رسیدو له امله د زړه له تله مبارکي وایې او د لوی ځښتن په دربار کې لاس لپه کوي او خپل دردیدلي او ځوریدلي هیوادوالو ته دا کال د  خوښۍ او بریاو نه ډک کال غواړي خدای (ج) د وکړي چې دا کال لکه د هغو نورو په شان له دردونو ،ربړو او نخوالو ډکې پنډې  نه بلکه د امیدونو او د هیلو ډکه ځولۍ په هر وګړي وشیندي مونږ په دې تمه یو چې د پسرلي ښکلي هوا به ټول زاړه زخمونه ټکور کړي او د رحمت باران به هغه اورونه مړه کړي کوم چې دا څو لسیزې زمونږ کورونه ،ځمکې او باغونه د ځان سره سکاره کوي  دا چې په ګران وطن کې د نوي کال سره جوخت نوی تعلیمي کال هم پیل کيږي نو هیله ده چې سږ کال به ډیر ماشومان د ښونځي په دروازه پښه ورواړوي او د علم په رڼا  سره به ځان او جهان رڼا کړي خدای د وکړي چې ټول افغانان په تیره بیا هغه افغانان چې تر اوسه د یووالي په مزه ندي پوهی شوي سره یو او په اتفاق شي امین یا الرب العالمین