له متعارضو او متضادو رواياتو راولاړي شوې فتنې.


)یوه په زړه پورې شننه )
یوې  پوښتنې ته د ښاغلې موحد ځواب :

له متعارضو او متضادو رواياتو راولاړي شوې فتنې.
19-03-2011
د يوه محترم ورور له لوري يوه رساله رالېږل شوې وه او غوښتنه ئې كړې وه چي وئې لولم او خپل نظر او مشوره ورسره شريكه كړم، ده په خپلي رسالې كي د حديث پر منكرينو رد كړى او د قرآن گڼ شمېر آيتونه ئې د دې منحرفي ډلي په رد كي راوړي، ما د هغه رساله ولوسته او دا خط مي هغه ته ولېږو: ستا تفصيلي ليكنه مي ولوسته، ډېر زحمت دي ايستلى وو، الله تعالى دي اجر دركړي، د اړوند موضوعاتو په اړه ځيني عرائض لرم:
د اسلامي امت كورنۍ ستونزه دا نه ده چي كومه ډله ئې قرآن مني خو رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه حديث نه مني، كوم عاقل انسان به دا جرأت كوي كه څه هم سخت كافر او د دين لوى دښمن وي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او يا د هغه له احاديثو انكار وكړي؟ حتى د پرويزيانو په شمول هغه ډلي چي د دښمنانو له لوري رامنځته شوې، هغوى ئې پالي، وده وركوي، د كار شرائط او تسهيلات ورته برابروي او په امت كي د اختلاف راولاړولو لپاره ئې كاروي، هغوى هم نه يوازي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او له حديث څخه انكار نه كوي بلكي ځان ته د احاديثو مجموعې لري. د امت اصلي ستونزي له هغو رواياتو راولاړي شوې چي ضعيف، موضوعي او په خپلو كي او له قرآن سره متعارض دي، د ټولو ضاله ډلو بنسټ په دغو رواياتو اېښودل شوى، د دوى گډه ځانگړتيا دا ده چي قرآن شا ته غورځوي او د خپلي سليقې مطابق روايات معتبر گڼي، د قرآن په اړه ئې دريځ دا وي چي وايي: قرآن مجمل دئ، هر څوك پرې نه پوهېږي، بايد د قرآن هغه تعبير ومنو چي په رواياتو كي راغلى، كه څه هم دا روايات هم د قرآن د صريح نص خلاف وي او هم د سليم عقل ضد، دوى د خپلي خوښي رواياتو ته د اصل په سترگه گوري او قرآن ته د فرع په سترگه، كه تاسو د روافضو، پرويزيانو او هري ضاله ډلي مذهب په دقيقه توگه وڅېړئ نو يقيناً چي دې نتيجې ته به ورسېږئ چي د دوى مشتركه وجه قرآن شا ته غورځول او په جعلي رواياتو پسي نښتل دي، دا نه يوازي د دې امت فتنه ده، بلكي ټول مخكني امتونه له همدې فتنې سره مخامخ شوي، هغوى هم هغه مهال بې لاري شوي چي د الله تعالى كتاب ئې شا ته غورځولى او په جعلي رواياتو پسي نښتي، همغسي لكه چي قرآن فرمايي: نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَب كتَب اللَّهِ وَرَاءَ ظهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ‏ * وَ اتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشيَطِينُ ...
ما په ټول اسلامي امت كي د شيعه وو يوه ډله داسي وموندله چي د خپل مذهب روايات ئې مردود گڼلي او دې ته اړ شوي چي ووايي: قرآن كافي دئ او زموږ روايات له سره تر پايه جعلي دي، د دې ډلي مشر علامه برقعي نومېدو، څو كاله وړاندي وفات شو، هغه پر اصول كافي يوه دقيقه شرحه ليكلې او دا ئې ثابته كړې چي د اصول كافي روايات جعلي، موضوعي او له قرآن سره متعارض او اكثر روات ئې دروغجن، فاسق او منافق دي، تاسو ته به دا معلومه وي چي اصول كافي د شيعه وو د رواياتو كتاب دئ، دومره ئې د اعتبار وړ گڼي لكه موږ چي بخاري د اعتبار وړ گڼو.
له دې بايد ډډه وكړو چي ووايو: قرآن كافي نه دئ، بايد پر دې ټينگار وكړو چي قرآن كافي او شافي دئ، په قرآن كي هر څه راغلي، دا د قرآن په اړه د الله تعالى وينا او لارښوونه ده، دا د قرآن په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ده، څوك چي له قرآن پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى ئې بې لاري كوي. د حديث په اړه بايد زموږ عقيده دا وي چي حديث د قرآن شرح او تفصيل دئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن حامل، شارح، معلم او مفسر دئ، وحي په قرآن كي راخلاصه شوې، څه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وحي شوي ټول په قرآن كي راغلي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټولي ويناوي او كړني د قرآن مطابق دي، داسي صحيح حديث نشته چي منشأ ئې په قرآن كي نه وي، هغه روايت چي له قرآن سره تعارض ولري رسول الله صلى الله عليه وسلم ته منسوبول ستر جسارت دئ، له دې بايد تل او په جدي توگه ډډه وكړو، ټول فقهاء او محدثين په دې متفق دي چي صحيح حديث هغه دئ چي نه له قرآن سره تعارض ولري او نه له عقل سره، د روايت سند په درېيمه درجه كي اهميت لري، كوم روايت چي په قرآن كي شاهد ونه لري، له عقل سره اړخ نه لگوي او د عام الهي سنت خلاف خبره كوي نه يوازي د اعتبار وړ نه دي بلكي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئې منسوبول ستره گناه ده، هر څه بايد قرآن ته راجع كړو او هغه مهال ئې ومنو چي له قرآن سره مطابقت ولري يا لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري.
كه كوم روايت د سند له پلوه ضعيف وي خو د متن له پلوه ستونزه ونه لري او له قرآن سره مطابقت ولري، نو نه ئې په منلو كي څه حرج شته او نه ئې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په منسوبولو كي، زه ئې يو مثال ستاسو په وړاندي ږدم، عن الحارث الأعور قال: مررت فى المسجد فإذا الناس يخوضون فى الأحاديث فدخلت على علي فقلت يا أمير المؤمنين ألا ترى الناس قد خاضوا فى الأحاديث قال أو قد فعلوها قلت نعم قال أما إنى سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ألا إنها ستكون فتنة فقلت ما المخرج منها يا رسول الله قال كتاب الله فيه نبأ ما قبلكم وخبر ما بعدكم وحكم ما بينكم هو الفصل ليس بالهزل من تركه من جبار قصمه الله ومن ابتغى الهدى فى غيره أضله الله وهو حبل الله المتين وهو الذكر الحكيم وهو الصراط المستقيم هو الذى لا تزيغ به الأهواء ولا تلتبس به الألسنة ولا تشبع منه العلماء ولا يخلق عن كثرة الرد ولا تنقضى عجائبه هو الذى لم تنته الجن إذ سمعته حتى قالوا {إنا سمعنا قرآنا عجبا يهدى إلى الرشد فآمنا به} من قال به صدق ومن عمل به أجر ومن حكم به عدل ومن دعا إليه هدى إلى صراط مستقيم خذها إليك يا أعور رواه ابن أبى شيبة، والدارمى، والترمذى
له حارث الاعور روايت دئ چي وايي: په يوه جومات تېر شوم، خلك مي وليدل چي د احاديثو په اړه لگيا دي، نو علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته ورغلم او ورته ومي ويل: اې امير المؤمنينه! آيا نه گورې چي خلك په احاديثو كي په بحثونو لگيا دي؟ وئې ويل: آيا همداسي ئې كړي؟ ومي ويل: هو؛ وئې ويل: خو ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم اورېدلي چي فرمايل ئې: دا به يوه فتنه وي (په بل روايت كي داسي راغلي: له ما وروسته به داسي احاديث راڅرگند شي چي ويونكي به ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل، له رسول الله صلى الله عليه وسلم  مي واورېدل، دا ټول به زما په اړه تور او افتراء وي، قسم په هغه ذات چي زه ئې په حقه سره رالېږلى يم زما امت به د خپل اصلي دين او جماعت په اړه په دوه اويا فرقو ووېشل شي، ټول به هم په خپله بې لاري وي او هم به د نورو بې لاري كوونكي وي، چي د دوزخ لوري ته به بلنه وركوي، كه داسي وشول نو پر تاسو لازمه ده چي د الله تعالى پر كتاب منگولي ولگوئ،) علي رضي الله عنه وايي: ما ورته وويل چي له دې فتنې د وتلو لار كومه ده؟ وئې فرمايل: د الله كتاب، چي په هغه كي د مخكنيو قومونو قصې دي او د راتلونكو قومونو په اړه خبر، ستاسو تر منځ (د شخړو او منازعاتو په اړه) حكم او پرېكړه، هغه فيصله كوونكى دئ (د حق او باطل تر منځ پرېكنده حكم)، هسي بېهوده وينا نه ده، هر جابر چي هغه پرېږدي الله تعالى به ئې مات مات كړي، څوك چي له ده پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى به ئې بې لاري كړي، همدا د الله تعالى مضبوطه رسۍ ده، همدا له حكمته ډك پند او ذكر دئ، همدا مستقيمه لار ده، همدا هغه څه دئ چي نه ئې هوى او هوس كږولى شي او نه ئې ژبي گډوډولى شي، نه علما پرې مړېدلى شي او نه په ډېرو لوستلو سره زوړوالى مومي، نه ئې عجايب پاى ته رسي، دا همغه كتاب دئ چي كله پېريانو واورېدو نو له دې ئې ډډه ونه كړه چي ووايي: موږ عجيب قرآن واوريد، د كمال لوري ته بلنه وركوي نو ايمان مو پرې راوړ، څوك چي د قرآن له مخي څه ووايي نو رښتيا ئې ويلي، چا چي عمل پرې وكړ نو اجر ئې په برخه شو، چا چي حكم پرې وكړ عدالت ئې وكړ، او چا چي (نورو ته) د ده لوري ته بلنه وركړه په خپله مستقيمي لاري ته هدايت شو...  
كه څه هم ترمذي د دې روايت د سند په اړه څه ملاحظات لري خو د روايت متن ډېر ښكلى او دقيق دئ او په هغه كي چي د قرآن په اړه څه ويل شوي ټول ئې د قرآن له آيتونو اخيستل شوي مطالب دي. حقيقت دا دئ چي ډېر خلك په دې فتنې اخته شوي، قرآن ته ئې شا كړې او په ضعيفو او د قرآن خلاف رواياتو باندي نښتي.
تاسو د ورېرې او عمه، خورزې او خاله د يو ځايي نكاح خبره كړې چي گواكي په قرآن كي ئې يادونه نه ده شوې او حرمت ئې يوازي د حديث له مخي ثابت دئ!! په دې اړه بايد لومړى هغه خبره تصحيح كړم، له ورېرې، عمه، خورزې او خاله سره نكاح نه يوازي يوازي روا ده او نه په گډه او يو ځايي، بايد داسي وويل شي: د هغو دوو ښځو يو ځايي نكاح جائزه نه ده چي په خپلو كي ورېره او عمه يا خورزه او خاله وي، خو دا چي د دې حرمت منشأ قرآن دئ او كه له قرآن پرته بېله او مستقله وحي، بايد ووايم: د دې منشأ په خپله قرآن دئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم دې ته په پام سره چي د دوو خويندو، د ښځي او د دې د مور، د ښځي او د هغې د لور يو ځايي نكاح حرامه گڼل شوې، دا وضاحت كړى چي د ټولو هغو ښځو يو ځايي نكاح ناجائزه ده چي كه په دوى كي ئې يو نارينه وي نو په خپلو منځونو كي ئې نكاح جائزه نه وي. ورېره او عمه، خاله او خورزه داسي دي چي كه يو ئې نارينه وي نو د دواړو ترمنځ نكاح ناجائزه ده، نو د دوى يو ځايي نكاح ناجائزه ده. د هغو خلكو ادعاء بې بنسټه او له ځانه جوړه كړې ادعاء ده چي وايي د دوى حرمت د مستقلي وحي له مخي ثابت شوى نه د قرآن له مخي!! حال دا چي قرآن د ټولو قضاياوو په اړه اصول وضع كړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه اصول تشريح كړي او تفصيلات ئې موږ ته بيان كړي، قرآن د مور او لور يادونه كړې او ويلي ئې دي (حرمت عليكم امهاتكم و بناتكم) خو د انا او لمسۍ يادونه ئې نه ده كړې، هر عاقل انسان پوهېږي چي د انا حكم د مور په څېر دئ او د لمسۍ حكم د لور په څېر. د فروعاتو او تفاصيلو په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونو منشأ په خپله قرآن دئ نه مستقله او بېله وحي، كه دا مستقله وحي وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويلي وو چي ما ته وحي شوې چي داسي نكاح حرامه ده.
 دا روحيه خلكو ته وركول چي قرآن كافي نه دئ د هغو ضاله ډلو تبر ته لاستى برابروي چي قرآن شا ته غورځوي او په جعلي رواياتو پوري نښلي، داسي وينا نه يوازي بد عواقب لري بلكي د قرآن د صريحو او څرگندو آيتونو خلاف وينا ده.

داسي گمان كول چي د رواياتو د تنقيح او چڼلو دور پاى ته رسېدلى او يوازي د درېيمي، څلورمي او پنځمي پېړۍ محدثينو دا حق درلود او اوس هيڅوك دا حق نه لري چي د رواياتو د تنقيح جسارت وكړي او د قرآن په رڼا كي ووايي چي دا روايت صحيح دئ او دا بل د اعتبار وړ نه دئ، دا باور او دا ادعاء غلط باور او ناسمه ادعاء ده، نه د تنقيح كار بشپړ شوى، نه دا يوازي د هغو پېړيو د محققينو مسلم او يوازينى حق وو، او نه د دې ضرورت له منځه تللى، څو كاله وړاندي مرحوم شيخ الباني دا كار وكړ، دا اوس د خرافاتو او شركي افكارو يو ستر داعي طاهر قادري لگيا دئ د رواياتو داسي مجموعه جوړوي چي د ده د غلط مذهب مستنده مجموعه شي. هغه وايي: څوك چي د بخاري روايات د تصوف خلاف گڼي هغه په بخاري نه پوهېږي په بخار (تبي) اخته شوى (اس كو بخاري نهي آتي بخار آتي هي).
زه په قرآن او حديث كي د تحقيق په دوران كي نږدې هره ورځ له داسي رواياتو سره مخامخ كېږم چي يا په خپلو منځونو كي جدي او ژور تعارض لري او يا له قرآن سره، گورم چي ځينو فقهاوو يوه ته اعتبار وركړى او ځينو بل ته، يوې ډلي يوه ته صحيح ويلي او بلي همدې ته ضعيف، دا نن مي د الحج د سورې د 77 آيت په اړه دوه متضاد آراء مخي ته راغلل، امام شافعي رحمه الله يوه رأيه لري او پر دوو رواياتو استناد كوي او وايي چي د الحج په سورې كي دوه آيتونه د سجدې آيتونه دي، خو امام ابوحنيفه رحمه الله او امام مالك رحمه الله وايي چي دا دواړه روايات ضعيف دي، په راويانو كي ئې داسي كسان دي چي يا مجهول الهويه دي او يا د اعتماد وړ نه دي. او دا آيت د لمانځه په اړه دئ نه د مستقلي سجدې په اړه. د دې آراوو او رواياتو په اړه به څه كوو؟ د ايمان تقاضاء او د صحيح او سالم تحقيق غوښتنه څه ده؟ همداسي ترې تېر شو او كه دا آراء او روايات د قرآن په رڼا كي وڅېړو او صحيح ئې په گوته كړو؟!! زما ايمان او له خپل رب سره تعهد راته وايي چي د قرآن په تله ئې وتله او همغه رأيه غوره كړه او ترجيح وركړه چي له الهي لارښوونو سره اړخ لگوي، د دې پروا مه كوه چي جاهلان به څه وايي او ستا دښمنان به څه ترې جوړوي.
تر دې وړاندي مي د الحج د سورې د 52-54 آيتونو په اړه دوه متضاد آراء او گڼ شمېر داسي روايات ترسترگو شول چي ځيني ئې صحيح او د اعتبار وړ گڼي او ځيني ئې نه يوازي د اعتبار وړ نه گڼي بلكي وايي: دا روايات د زنادقه وو له لوري جوړ شوي. په دې رواياتو كي ويل شوي چي يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم په داسي حال كي چي د قريشو په يوې لويي غونډي كي ناست وو او د النجم سوره پرې نازله شوه، او په جگ ږغ ئې د هغې لوستل پيل كړل، كله چي دې آيت ته ورسېد: افرأيتم اللات و العزى و مناة الثالثة الاخرى نو ناڅاپي ئې دا الفاظ پر ژبه جاري شول: تلك الغرانقة العلى و إن شفاعتهن لترجى: دا لوړ لوړ سپين مارغان (سپېڅلي ذوات) دي او هرومرو ئې د شفاعت هيله كېږي، يعني د قريشو د بُتانو لات، عزى او مناة ستاينه ئې وكړه!! د دې متضادو آراوو او رواياتو په اړه به ما څه كول؟ آيا همداسي مي پرېښي وى او ويلي مي وى چي ستاسو خوښه له دغو دواړو آراوو كومه يوه خوښوي او روايت ته اعتبار وركوئ كه نه!! دا كار خو د گټي پر ځاى تاوان كوي، خلك په شك كي اچوي. زه مجبور شوم دا آراء وڅېړم او دا روايات د اړوند آيتونو په خوا كي كېږدم او وگورم چي كوم ئې صحيح دئ او كوم ئې د ناصحيح، ما همدا كار وكړ، دا آراء او روايات مي وڅېړم، راته جوته شوه چي د غه روايات سل په سلو كي له قرآن سره تعارض لري، د قرآن د اساسي مباديو او اصولو په ضد خبره كوي، پيغمبر عليه السلام ته داسي څه منسوبوي چي د هغه شأن ډېر ډېر ترې لوړ دئ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم او ټولو پيغمبرانو عليهم السلام عصمت او د وحي صيانت تر پوښتني لاندي راولي ... څنگه ومنو چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د بُتانو ستاينه كړې؟!! د تحقيق په ترڅ كي ما ته ثابته شوه چي د دې رواياتو هم اسناد د اعتبار وړ نه دي، هم ئې متن او هم ئې محتوى او مدعا، دا روايات نه يوازي د سند له پلوه كمزوري او د متن له پلوه په خپلو منځونو كي ژور توپيرونه او تعارضات لري بلكي له قرآن سره په جدي توگه متعارض دي، هغه څه وايي چي د قرآن له اساسي اصولو سره تضاد لري، قرآن وايي چي پيغمبر يوازي هغه خبره كوي چي د الله تعالى له لوري ورته وحي كېږي
وَمَا يَنْطِقُ عَنْ الْهَوَى. إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى. النجم: 3-4
خو دا روايات وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن د صريح حكم خلاف د بُتانو ستاينه كړې!! په داسي حال كي چي د النجم د سورې په سر كي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه ويل شوي چي هغه هيڅ خبره د هوى او هوس له مخي نه كوي، يوازي هغه څه وايي چي د الله تعالى له لوري ورته وحي كېږي، څنگه ومنو چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به د الله تعالى د دغي وينا خلاف په همدې سوره كي داسي خبري كړې وي چي هغه له كفر سره مترادفي خبري دي؟!! قرآن وايي چي وحي د داسي فرشتو په لاس تر پيغمبر پوري رسي چي شاوخوا ئې ساتونكي وي او په بشپړ امانت او حفاظت سره ئې تر پيغمبر پوري رسوي.
فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَداً (27) لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَداً (٢٨).
خو دا روايات وايي چي شيطان وتوانېدو د جبرئيل عليه السلام د وينا په منځ كي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسي څه القاء كړي چي د بُتانو ستاينه وكړي!! دا روايات نه يوازي رسول الله صلى الله عليه وسلم د بُتانو د ستايني په څېر په ستري گناه تورنوي بلكي وايي چي ټولو پيغمبرانو عليهم السلام داسي غلطي كړې!! دا روايات د پيغمبرانو د عصمت او د دين د حفاظت عقيده تر سوال لاندي راولي او د ټول شريعت په اړه دا شكوك راولاړوي چي ښايي رسول الله صلى الله عليه وسلم او نورو پيغمبرانو عليهم السلام به د داسي شيطاني مداخلاتو له كبله ډېر داسي څه ويلي وي چي د وحي خلاف دي. قرآن تل (تمنا) د هيلي په معنى كارولې، دا لفظ د قرآن په هيڅ آيت كي د وينا او مقال په معنى نه ده راغلى، خو دا روايات تمنا د وينا په معنى نيسي!! كه تاسو هغه درې آيتونه چي په دغو رواياتو كي په دې قصې پوري تړل شوي بېل بېل او دغو رواياتو ته له پام پرته وڅېړئ نو هيڅكله به هغه معنا ترې وانه خلئ چي په دې رواياتو كي راغلې، چا چي دا آيتونه په دغي قصې پوري تړلي په ډېر تكلف سره توانېدلي چي د دغه رواياتو په گټه ئې تعبير كړي. دې ته ئې هم پام نه دئ كړى چي د النجم د سورې آيت د بعثت په پنځم كال كي، د الاسراء د سورې آيت په يولسم يا دولسم كال كي او د الحج د سورې دغه آيت له هجرت وروسته په مدينه كي نازل شوى، كوم بې عقله انسان به دا خبره ومني چي دا درې واړه آيتونه په يوې قضيې پوري تړلي دي، داسي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه اشتباه د بعثت په پنځم كال كي كړې، الله تعالى شپږ كاله وروسته پرې تنبيه كړى او بيا ئې نږدې نه كاله وروسته هغه ته خپله عفوه اعلان كړې او دا تسليت ئې وركړى چي باك نه لري داسي اشتباهات تر تا وړاندي نورو پيغمبرانو هم كړي!!! د الاسراء د سورې اړوند آيت دا نه وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم كومه اشتباه كړې او پر الله تعالى ئې افتراء كړې، بلكي وايي:
وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنْ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِي عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذاً لاتَّخَذُوكَ خَلِيلاً (73) وَلَوْلا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً (74) إِذاً لأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيراً (75)
الاسراء: 73-75   
او نږدې وه په فتنه كي دي واچوي او له هغه څه دي واړوي چي تا ته مو دروحي كړي، په دې توگه چي د وحي خلاف خبره له ځانه موږ ته منسوب كړې او هغه مهال به ئې ته نږدې دوست نيولې, او كه مو مضبوط كړى نه وى نو يقيناً چي نږدې وه لږ شانته د دوى لوري ته متمايل شې، چي په هغه صورت كي به مو په ژوند كي هم دوه برابره عذاب درڅكلى وو او له مرگه وروسته هم دوه برابره، بيا به دي زمونږ په خلاف كوم ملاتړى نه شو موندلى.
د دې آيتونو وينا په بشپړه توگه د روايت د ادعاء خلاف ده، دلته رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويل شوي: كه د دښمن دا غوښتنه دي منلې وى چي په الهي وحي كي د لږ قدري تغيير مطالبه ئې كوله او له ځانه دي څه ويلي وى نو هم به مو په دنيا كي تا ته دوه برابره عذاب درڅكلى وو او هم په آخرت كي!! خو د الله تعالى د پېرزويني له امله پر خپل دريځ ثابت او ټينگ پاته شوې او د دوى غلطي غوښتني ته تسليم نشوې!! له دې آيتونو معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له ځانه څه نه دي ويلي، بلكي نږدې وه داسي څه ووايي، حال دا چي روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي څه ويلي وو او د بُتانو ستاينه ئې كړې وه، دا آيتونه وايي چي كه رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي څه ويلي وى نو الله تعالى به په دنيا او آخرت كي دوه برابره عذاب وركړى وو، حال دا چي روايت وايي: د بُتانو له ستايني سره سره تر پنځو كلونو پوري الله تعالى حتى هغه ته كوم عتاب هم نه دئ كړى او په پاى كي ئې نه كاله وروسته هغه ته عفو اعلان كړه!!
د دې مزيد تفصيلات د قرآن پلوشي په پنځم جلد كي د الحج سورې په تفسير كي كتلى شئ، اميد دئ دا جلد هم په نږدې راتلونكې كي چاپ ته چمتو شي.
پاى