دافغان ادبي بهیر داونېزې غونډې ریپوټ

دلوی خدای په نامه
دافغان ادبي بهیرداونېزې غونډې ریپوټ:ظهرالدین کمال
دافغان ادبي بهیرغونډه ۱۳۸۹کال دکب په (۲۰)نیټه په کاروان انسیټوټ کې یوماشوم هلمندجان دقرآنکریم په مبارکوآیتونوپیل کړه .
دغونډې مشرمحمدنوازحقیقت صمیم اوورسره میلمانه ارشادرغاند اواجمل بلهارجلالزی وو.
دتیرې غونډې دریپوټ په اړه ډاکترمحب الله زغم دتل په څېر  ترکیبونوراوړل په ریپوټ کې ښه نه برېښي.
تېره اوونۍ ډاکټراحسان الله درمل دتېرلچکرپه ادامه داستعارې نه رانیولې بیا په استعاره کې کرینه ،مجاراویوشمېرنورواړینو ټکوته اشاره وکړه.
ډاکټردرمل په خپل لچکرکې داستعارې بېلابېل اړخونه وسپړل ښایسته اوپه زړه پورې شعرونه یې په مثالونوکې وړاندې کړل.
ورو سته دلکچرنه مشاعره پیل شوه چې شاعرانو په کې په زړه پورې شعرونه وویل ،په مشاعره کې یوزیات شمېر شاعرانو اولیکوالانوګډون وکړه چې یوشمېریې دادي.
۱-ډاکټرمحمداکبراکبر ۲- محمدنوازحقیقت ۳- منقادالله رودوال ۴- عبدالجبارڅپاند ۵- عزیزاحمد تسل ۶- استادمحمدعزیزتحریک ۷- میرحیدرسیلاب ۸- صفع الله عمرخېل ۹- نورګل شفق ۱۰- محمدصابر بې ریا ۱۱- دیدارخان ۱۲- شررساپی ۱۳- سیدالرحمن مسکنیار۱۴- اجمل بلهار ۱۵- فضل الرحمن پاڅون ۱۶- میرویس تدبیر ۱۷- رفیع الله ارمان ۱۸ ببری احمدزی ۱۹- ارشاد رغاند ۲۰-رحم الدین منګل ۲۱- سعید زابلی ۲۲- قاضي زاده شینواری ۲۳- نصرت الله الهام ۲۴- شېرولي سبا ۲۵- عبدالرحیم هلال ۲۶- همایون هیواد ۲۷- مطع الله صالع ۲۸- منصوراحمدنیکمل۲۹- مصطفی باور ۳۰ ظهرالدین کمال ۳۱- مزمل هوتک ۳۲- امیرحمزه تایف ۳۲- محمداتل انګار ۳۳- نیکمل غازي زوی ۳۴- ډاکټرمیرزاګل حلیمي ۳۳- محمدواصل وصال .
ترمشاعرې وروسته دغونډې مشرمحمد نواز حقیقت دافغان ادبي بهیر بنسټ ایښودونکو ستاینه وکړه ،حقیقت دغونډې ګډون والوته    وویل : تاسویوباعظمته قوم یاست تاسودهغه چابچیان یاست چې په نړۍ کې یې نوم اونښان هرچاته ښودلی دی .
حقیقت دبهیردګډون والونه بیاهم هیله وکړه دخپل امنیت دټنګښت لپاره ترحده زیاته پاملرنه وکړﺉ . خدای مه کړه چې دافغان ادبي بهیرغونډو کې یو لوی ناورین رامیځ ته نه شي ده زیاته کړه زمامورنۍ ژبه کوهستانۍ ده خوزه پښتووایم پښتولیکم هغه څوک چې پښتانه دی اوپښتونه وایي دهغونه ډیرګیله من یم .
همدارنګه دغونډې میلمه ارشاد رغاند هم دبهیر دګډونوالونه هیله وکړه :مونږپه ننګرهار کې دجلال کوټ ادبي غونډې لرو که تاسوبهیروال زمونږسره پدې غونډو کې ګډون وکړﺉ اوداسې په زړه پورې لکچرونه زمونږغونډوکې هم وړاندې شي    نوډېره اغیزه به وښندي .
دتېرې غونډې ریپوټ ظهرالدین کمال لیکلی واودسټيج چارې همایون هیواد مخکې بېولې .
  تېره اونۍ په غونډه کې پریکړه چې راتلونکي غونډه کې به درشادبابا کره کیږي.
دغونډې ادبي لمنه  دمازدیګر دزرینووړانګو په ورغوکې راونغښته.
په درناوي