په کاناډا کې د مرحوم الحاج سيد عبدالاحمد نوربابا د فاتحې خبرتيا

په کاناډا کې د مرحوم الحاج سيد عبدالاحمدنوربابا فاتحه  د يکشنبې په ورځ د مارچ د مياشتې په شلمه (۲۰)  نېټه د افغانانو په جومات کې  د سهار له نهو بجو (۹:۰۰)تر یوولسو (۱۱:۰۰) بجو پورې اخیستل کېږي.
پته:
Ummah Nabawiah Mosque (Afghan Mosque)2074 Kippling AvenueEtobicoke, ON M9W 4J9Tel: (416) 748-8033
Sunday, March 20, 2011- From 9:00 AM to 11:00 AM.
په هالنډ کې مېشت ډاکتر سید نصیر احمد، ډاکتر سید نور احمد د MSH د ادارې کارکوونکی، په لندن کې مېشت انجینیر سید شیر احمد، په کاناډا کې مېشت اقتصاد پوه سید خلیل احمد، انجینیر سید شفیق احمد په افغانستان کې د سولې او دیموکراسۍ د بهیر کارکونکی، اقتصاد پوه سیدحسیب احمد د SMF ادارې کارکونکی او مرحوم سيد مجيب احمد زامن. پېداګوژېسته مېرمن هما، پېداګوژېسته مېرمن شيما، اقتصاد پوهه مېرمن فريبا،  مېرمن کينا او مېرمن مينا لورانې.
په کاناډا کې مېشت الحاج سيد عبدالحبيب او سيد طارق وردګ ورېرونه، سيد يما لمسی او بي بي ناديه خورزه.
مل پاسوال  سید عزیز احمد وردګ ورور، ډګروال سید محمد نسیم، مدير سید عبدالصبور، متقاعد ډګروال سید عبدالرحمن، ډګروال سید میرهاشم، میر عبدالمالک هاشمی، قاضی سیداحمدشاه، متقاعد ډګروال سیدعبدالوحید، انجینیر سیدعبدالبصیر، پوهاند ډاکترامیرګل میرزاد، ډاکترسيدمحمدابراهيم سلطاني، مدير سیدعبدالباقی ولي زی، انجينير سیدحمیدالله نيژدې خپلوان.
 
د ارواښاد الحاج سیدعبدالاحمد نوربابا (بلبل) ژوندلیک
ارواښاد الحاج سیدعبدالاحمد (بلبل) نوربابا د سيد عبدلواحد زوی په ۱۳۱۲ کال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د کفترې په کلي کې سترګې دې نړۍ ته پرانیستلې او د ۱۳۸۹ کال د کب د میاشتې په ۱۹ نېټه په کابل ښار کې په ناڅاپي ډول له دې نړۍ سترګې پټې کړلې. خدای دې رحم پرې وکړي. الله تعالی دې يې وبښي. له لوی څښتنه ورته د فردوس جنتونو تمه کوو.
مرحوم نوربابا لومړنۍ او دیني زده کړې په خپل کور کې له پلاره ترلاسه کړې وې او د کلي په ښوونځي کې یې تر نهم ټولګي پورې درس لوستی و. وروسته له هغې يې د وروستيو درېيو کلونو د ښوونځي لوست په سامې بڼه د څو مياشتو په بهير کې تر سره کړی ؤ او وروسته له هغې يې د افغانستان د فارمسي لومړني ډاير شوي کورسونه د دوو کلونو په ترڅ کې تعقيب کړي وو، چې دوا سازي يې هم يوه برخه وه. د عسکري په دوره کې يې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې په دولتي درملتونونو کې کار کړی و او وروسته يې د هېواد په ګڼو ولایتونو لکه: خوست، غزني، پکتیا، جوزجان او نورو کې د ديپو په درملتونونو کې د فارمسيست په توګه کار کړی دی.
نوربابا د ۱۳۴۳ لمريز کال په بهير کې د خپلې کورنۍ سره دافغانستان شمال جوزجان ولایت ته کډه وکړه او هلته یې له همغې مودې راهیسې ژوند کولو. په جوزجان کې يې د لنډې مودې لپاره د شبرغان ښار د ملکې روغتون په درملتون کې خپله دنده تر سره کړې ده، چې بيا يې له دولتي دندې په خپله خوښه استعفا وکړه. په ۱۳۴۴ لمريز کال يې د شبرغان په ښار کې يو له لومړنيو شخصي درملتونونو د نوربابا په نامه جوړ کړ، چې د هغې له لارې یې د سيمې او په تېره بيا د شبرغان ښار اوسېدونکو ته بې ساري خدمات ترسره کړي.
بايد ياده شي، چې په افغانستان کې هغه مهال روغتيايي زده کړې ډېرو کمو خلکو درلودلې، خو نوربابا به د خلکو په تداوي کې په نېغه تشخيص، درملنه، د زخمونو پانسمان او حتی يو شمېر عملياتونه يې پخپله تر سره کول، نو پرته له دې چې د طب فاکولته ولولي د خپلو روغتيايي کارونو پر بنسټ يې د خلکو لخوا يې د ډاکتر لقب تر لاسه کړی و، چې د خپلې تجربې پر بنسټ يې له ډېرو ځوانو ډاکترانو سره مرسته هم کوله او پخپله يې د يو څانګپوه ډاکتر په کچه د خلکو تداوي تر سره کوله او د خپل استعداد سره يې سم د افغانستان د خاصو پرازيتي ناروغيو لپاره لکه: کالدانه، کوخک او داسې نورو ته يې درمل جوړ کړي ول، چې د دغو ناروغيو په درمل کې يې ښه نتيجه درلودله، چې ګڼشمېر ماشومان او خلک يې له دغو بدمرغيو ژغورلي دي. د مډرن طبابت تر څنګ يې په يوناني طبابت کې هم پراخه پوهه او لاسرسي درلودله، چې د بېلابېلو ناروغيو درملنه يې په يوناني درملو هم تر سره کوله.  
نوربابا د افغانستان په شمال او نورو سیمو کې د قومي نفوذ څښتن دی او په تېره بیا په شبرغان ښار کې دی د پښتنو د قومي مشر په توګه یو ټولنیز شخصیت پاتې شوی، چې د سيمو خلکو به د «پدر افغانا» په لقب ياداوه. نوربابا هر کله د ټولو افغانانو د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره په سیمه کې له حاکمو واکمنانو سره ډغرې وهلي او ډېر افغان بچي یې د ظلم له منګولو ژغورلي دي. ارواښاد نوربابا په شبرغان ښار کې ډېر ټولنيز خدمتونه تر سره کړي، چې د سيمې نه یوازې پښتانه بلکې ازبک، تورکمن، هزاره او تاجک هم د ده ترشاه ولاړ و او نوربابا یې د یوه قومي مشر په توګه پېژانده، چې حتی په خپلو کورنیو چارو کې به يې له نوربابا مشورې غوښتلې او د نوربابا پریکړې ټولو ته د منلو وړ وې.
نوربابا د شبرغان ښار د اندخوی په بندر کې په يوه کنډواله د سيمې لپاره يو جامې جومات جوړ کړ، چې د سيمې خلک په کې د جماعت د لمانځه تر څنګ د خپلو ماشومانو د لوست او زده کړې لپاره یو مصؤن ځای ګڼي او هلته خپل ليک لوست تر سره کوي. په سيمه کې د څښاک د اوبو د لږوالي له کبله يې ګڼشمېر څاګانې په خپل لګښت جوړې کړې، چې دغه څاه ګانې ډېرې يخې او خوږې اوبه لري، چې د څښتن تعالی يو ځانګړی حکمت پکې پروت دی، چې په روژه کې د سيمې د خلکو تنده پرې ماته وي. همدا ډول يې د پلونو او پلچکونو په جوړولو کې تل خپلې مرستې نه دي سپمولې. د سيمې ډېرو جوماتونو ته يې فرشونه اخيستلي او د خيراتونو لپاره يې سمنګاني چودني لوی دېګونه هم اخيستي ول، چې په بېلابېلو جوماتونو کې وېشل شوي دي. په وروستيو ۳۰ کلونو کې يې له ګڼشمېر کونډو او یتيمانو سره مالي مرستې کولې. پرته له دې يې د هديرو لپاره سامانونه لکه: بیلونه، کولنګونه او همداسې نور کاري شیان اخيستي ول. نوربابا د ځانګړي ذهنيت خاوند و او د خلکو د کارموندنې لپاره يې هر کله ډېرې هلې ځلې کولې. خپل کورونه يې ځينو خلکو ته په وړيا توګه د مېشتېدو لپاره ورکړي دي. د نوربابا خيريه کارونه يوازې په شمال سيمو پورې محدود نه دي، د هلمند ولايت د مرجې د سيمې له بېوزلو سره يې تل مرستې کړې دي، په کابل او وردګو کې هم ډېر خلک د نوربابا له مالي او روغتيايي مرستو برخمن شوي دي. په وردګو او د هلمند په مرجه کې يې يو شمېر زراعتي پروګرامونه پلي کړي دي، چې دسيمې خلکو ګټې ترې اخلي.
نوربابا له ښوونې اوروزنې سره خاصه مينه لرله تل به  يې د ديني کتابونو ترڅنګ نور پوهنيز کتابونه مطالعه کول او ټول ژوند یې په پوهه کې سرته رسولی وو او له علمي بحثه يې ډېر خوند اخيستلا. د نوربابا ملګري زياتره د لوړو زده کړو خاوندان او د افغانستان لوړ پوړي چارواکي ول، خو د بېوزلو خلکو لپاره يو ملنګ و او د مرستې اوږه يې ټولو ته ورکړې وه. د هېواد په خپلواکي مين سړی و او تل يې د افغانستان د آزادي لپاره مرسته کړې.
  سره له دې چې ارواښاد الحاج نوربابا یو ټولنیز او قومي شخصیت پاتې شوی، د خپل اولاد په روزنه کې هم ډېر زيار ګاللی، چې نن سبا يې هېواد ته یوه پوهنيزه کورنۍ هم ډالۍ کړې ده. نوربابا د اوو  و او پنځو لورانو پلار و، چې ټول يې لوړې زده کړې لري او د افغانستان  او نړۍ لپاره په خدمت لګیا دي. نوربابا د ۷۸ کلنی په عمر له فانی نړی نه سترګې پټې کړې او د پنجشنې په  ورځ د ۱۳۸۹ کال د کب د میاشتې په ۱۹ نیټه په فاضل بیګ کې په خپل کور کې په حق ورسېد او د خواجه جمع ولي په هديره کې د خپل کشر شهيد زوی سيد مجيب احمد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
 
انا لله و انا الیه راجعون