دسږيو د نړيوال سازمان يو مقام وايي ، چې تر 2030 کال پورې به د سګرټ څښلو له امله د مړينې کچه دوه برابره شي او 10 مېليونو ته به ورسيږي . د ده په وينا د سګرټ څښونکو شمېره په پرمختللې هېوادونو کې ورځ په ورځ کميږي خو په وروسته پاتې هېوادوکې بيا زياتيږي . تر 2030 پورې به د سګرټ څښونکو شمېر 1640 مېليونو ته ورسيږي . دغه مقام وايي ، چې هرکال د سل له امله درې مېليونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي ، په داسې حال کې ، چې د سګرټ څښلو له امله د مړو شمېر 5 مېليونو ته رسيږي .
وروستي