برتانيې د کم سنه نجونو په حمل کې لومړی ځای نيولی

 
د برتانيې حکومت منلې ، چې د دوی د جنسي زده کړو پروګرام د کم سنه نجونو د حمل په مخنيوي کې پاتې راغلی .
هر کال په برتانيه کې کابو 50 زره تر اتلس کلو کم عمره نجونې حمل اخلي او د هغو نجونو شمېر چې ولادت کوي ، له يوې لسيزې راهيسې خپلې لوړې کچې ته رسېدلی . په دې توګه برتانيې په لوېديځه اروپا کې د کم عمره نجونو  دحمل له مخې  لومړی ځای نيولی .  ديوې سروې له مخې په برتانيه کې د کم عمره نجونو د حمل کچه تر هالنډ شپږ ځلې ، تر اېټاليا څلور ځلې او تر فرانسې درې ځلې زياته ده . حکومت د بې وخته حمل د مخنيوي لپاره 300 مېليون ډالره ځانګړې کړي ، خو تر اوسه يې غوره پايله نه ده لرلې .