په 2007 کال کې د افغانستان اقتصادي وده 13 ٪ وه

 د افغانستان د ماليې وزير انوارلحق احدي ويلي ، چې په تېر عيسوي کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې سلنه 13 وه او راتلونکی کال هم د 10 ٪ تمه کيږي . د ده په وينا تېر کال ښه ورښت او بارانونو د اقتصاد په وده کې مثبته اغېزه درلوده . احدي وايي ، چې د ترياکو له عايداتو پرته تېرکال د سړي سر کلنی عايد 400 ډالرو ته لوړ شوی دی ، خو د ترياکو له عايداتو سره تر 500 ډالرو هم اوړي . د ماليې وزارت سرچينې وايي ، چې تېرکال  دافغانستان ناخالص عايدات 8.9 مېليارد ډالره وو ، چې د وړم کال په پرتله 1.5 مېليارد ډالره زياتوالی په کې راغلی . همداراز تېرکال شاوخوا 3 مېليارده ډالره پانګونه هم شوې ، خو شنونکي وايي چې دغه پانګونه زياتره د عامه خدمتونو په برخه کې شوې او د افغانستان په اقتصادي وده کې بنسټيزه اغېزه نه لري .