د مراد څرک

له حســــده لیــــــــــــــونی شم ائــېــنې تــــــه
چې نیولی ئې په غیږکې ستا تصویر دی
 
حسنه تا دا شور ماشور په دنیا جوړ کړ؟
که شکولی مې مجنون عشق ځنځیر دی
 
نظر څنګه لار پیدا کړي ستا لیموته ؟
چې مد هوشه دې د مح رڼا ته ځیر دی
 
دا د مشکو قافله په دې لار راغله ؟
که خرام کې چیرته بیا زما نخچیر دی؟!
 
چې په هر قدم کې ، سل ځایه لګیږي
دا زما په تندی لیک، څنګه تقدیر دی؟
 
د مرام په غره به  ، څرک د مراد وشي
هسی نه چې بی پایانه دا شوګیر دی
 
اسدالله زمری
۱۹۹۹/۶/۲۵