
(دویمه او وروستۍ برخه)
لیکوال: متقاعد جنرال اسلم بیګژباړن : محمداحسان خان
پوښتنه د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د معلوماتو د راکړې ورکړې په اړه ده چې د دې حل کول زموږ د استخباراتي ادارو په ځانګړي ډول د آی اس آی مسولیت دی. د ډیوډ د قضیې په اړه ګڼ کسان نیول شوي دي او د ګڼو نورو د نیول کیدا امکان دی. په دې نیول شویو کسانو کې ځینې مهم وګړي هم شامل دي چې له ډیوس سره یې په ناوړو چارو کې مرسته کوله. ډیوس او سي آی اې پورې اړوندې ادارې د پاکستان امنیت پر خلاف بوخت دي چې دا زموږ حکومت ته د منلو وړ نه دي. همدا لامل دی چې اوس به د حکومت ، سي آی اې او آی اس آی تر منځ هغه پخوانۍ اړیکې پاتې نه شي. د ډیوس د نیول کیدا له امله د دواړو حکومتونو او استخباراتي ادارو ترمنځ کرکېچ او بې اعتمادي رامنځته شوي دي په داسې حال کې چې څو لسېزې دا چارې د دوه اړخیز اعتماد پر بنسټ پر مخ وړل کیدې. یو امریکايي ژورنالېسټ رابرټ انډرسن چې یو وخت په خپله د سي آی اې جاسوس و ، ډیوس په پوره تفصیل سره راپیژني. د ده داستان ډېر په زړه پورې او هېښنده دی. هغه وايي:
\" ما هم دېرس کاله مخکې په لاوس کې د ریمڼد ډیوس په څیر کردار ترسره کړی و. په داسې حال کې چې د پاکستان په څیر د لاوس د خپلواک ولس پر وړاندې زموږ حکومت پټ پوځي عملیات ترسره کړل. رېمنډ ډیوس په ناوړه توګه راګېر شوی دی. ځکه اوس ټوله نړۍ د امریکا له دروغو خبره شوې ده او له هغه څخه مخ اړولای نه شي. ډیوس یو امریکايي دی چې په اسلام آباد کې د امریکاسفارت لپاره پر جاسوسي چارو بوخت و. له دې څخه تاسو پوهیدای شی چې نور هېوادونه ولې موږ امریکایان د اعتماد وړ نه ګڼي. همدا لامل دی چې د منځني ختیځ خلک د \"لوی شیطان \" پر وړاندې راپاڅیدلي دي. د ویتنام په جګړه کې د لاوس هغه اهمیت و لکه اوس چې د افغانستان لپاره د پاکستان دی. په همدې ډول په ویتنام کې د بریالیو پوځي عملیاتو د ترسره کول لپاره د لاوس ځمکه وکارول شوه. موږ ته ویل شوي وو چې که تاسو ژوندي ونیول شوﺉ نو تاسو به د امریکا حکومت د سفارتي استثنا پر بنسټ راخوشي کړي. موږ هره ورځ خپل فعالیتونه په لاوس ، کمبوډیا ، تايي لنډ او ویتنام کې ترسره کول. ماته په لاوس کې د امریکايي ګټو د مخالیفینو د له منځه وړلو دنده راسپارل شوې وه، چې د ) . Phoenix Program) نوم ورکړل شوی و. د دې پروګرام په بهیر کې مو په ټوله هند چین په سیمه کې شپېته (۶۰) زره کسان ووژل. سربېره پر دې مو د هېواد بنسټونو ته نه تلافي کیدونکی تاوان ورورساوه خو له دې سره سره مو د ویتنام جګړه بایلوده. \"
\" د ډیوس د نیول کیدا پر پېښه زموږ د حکومت غبرګون دا څرګندوي چې زموږ حکومت لا تراوسه پر پخوانيو ښکیلاکي لاروچارو عمل کوي او له ولس څخه ریښتیا پټول غواړي په داسې حال کې چې ولس پر دې پوه شوی چې ریښتا څه دي. دا شاهانه چاره او د خلکو په سترګو کې د خاورو شېندلو لړۍ به تر کوم وخته دوام وکړي؟ آخر زموږ سیاسي مشرتابه ، به تر کله د دروغو او چل ول پر خلاف غږ نه پورته کوي؟ آخر زموږ او د نورو هېوادونو وګړي به تر کله د دې بې عقله کارونو قرباني کیږي؟ د ډیوس معامله ډېره خرابه شوې ده ځکه چې اوس نړۍ ته دامریکا اصلي مخ څرګند شوی دی چې څرک یې د منځني ختیځ له پیښو څخه کیږي. زه خو وایم چې زموږ خلک او له حالاتو خبر د سي آی اې د کارکوونکیو په ګډون هر یو پوهیږي چې زموږ په پرلپسې ډول دورغ وایو. له دې نه زیاته د افسوس وړ خبره دا ده چې ولسمشر اوباما پر ټولو چارو له پوهیدا سره سره په قصدي ډول دورغ وايي.\"
پر دې پوهیدل ډیر اړین دي چې د ډیوس او د سي آی اې اړونده ادارو لخوا څومره بې ګناه پاکستانیان په داسې وحشیانه چارو کې وژل شوي دي، څومره تښتول شوي دي او څومره په ځورل خونو کې ساتل شوي دي. زه باوري یم چې داسې یو وخت به راشي چې د ډیوس احساس او وجدان به هغه ملامت کړی. او ریښتابه ټولو ته څرګند کړي. داسې چې ډیوډ انډرسن له ريښتیا نه پرده پورته کړه ده. او په پای کې به د ریښتیا خبره لوړه وي. د امریکا لپاره دا یوه ښه موقع ده چې د استخباراتي ادارو لخوا په پاکستان کې روانه \" چټله لوبه \" پای ته رسوي ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو چارو ، اعتماد، او دوه اړخیزو مرستو پر بنسټ د اړیکو جوړول یوازې په همدې ډول ممکن دی.