ريمنډ ډيوس څوک دی؟

(لومړۍ برخه)
لیک: متقاعد جنرال اسلم بيګ
ژبارن: محمد احسان خان
د امریکې سي آی اې اړوندې کومې ادارې چې په پاکستان کې کار کوي په هغو کې ریمنډ ډیوس دیوه ځانګړي اهمیت خاوند دی. له همدې امله د نوموړي د خوشي کیدو لپاره له عام امریکايي نه نیولې تر ولسمشر اوبامام پورې ټول پر پاکستاني حکومت فشار واردوي، چې هغه ډپلوماټیک خوندیتوب لري او د پاکستاني وګړیو د وژنې له امله په پاکستاني محکمو محاکمه کیدا نشي. د حیرانۍ ځای دا دی چې ولسمشر اوباما سره له دې چې پر دې پوهیږي چې هغه نه پر سفارتي چارو بوخت دی او نه سفارتي یا ډپلوماټیک خوندیتوب لري خو هغه بیا هم دروغ وايي. اوس خبره تر دې بریده رسیدلې ده چې د امریکې حکومت د هغه د نه خوشې کیدو له امله پاکستان ته د ناوړو پایلو کواښنه کړې ده. ریمنډ ډیوس په اصل کې په پاکستان کې د ټولو استخباراتي مرکزونو د اړیکو مشر مسول دی. د پلټنو په بهیر کې له هغه څخه په پاکستان کې دهغه د اړیکو او هېواد دښمنه چارو په اړه زړه بوږنوونکې رازونه اشفا شوې دي.
* بلک واټر په پاکستان کې له ۲۰۰۴ ز کال راهېسې په بیلابیلو نومونو کار کوي. نوموړې اداره د ډیوس پلانونه پلي کوي او په پاکستان دښمنه چارو کې بوخته ده. لکه چې دې نومبدې ادارې په عراق کې د عراقیانو پر وړاندې ناانساني کړه وړه ترسره کړي دي چې عراقي لیکوالانو، پوهانو او د بشري حقونو پلویانو د دې ناوړه کړه وړو تصدیق هم کړی دی.
* د ځانګړیو پلټنو مرکز په ۲۰۰۵ ز کال کې جوړ شوی و. د نوموړي مرکز دفتر چې ۶۰۰ کسانو په کې کار کاوه د لاهورښار په ماډل ټاون کې و. نوموړی مرکز یو نیم کال مخکې په چاودنه ونړول شو. دا مرکز په داسې ناوړو کارونو بوخت دی چې زموږ استخباراتي ادارې یې ترسره کولای نه شي. دا هماغه مرکز دی چې ګڼ پاکستانیان یې تر نیولو وروسته سي آی اې ته سپارلي دي. ځینې یې وژلي دي او ځینیې نور یې په ځورول خونو کې ساتل دي. د دې ټولو چارو موخه له حکومت څخه د ولس خوابدي کول دي. د دې مرکز خوشینونکی اړخ دا دی چې د دې ټول کارکوونکي پاکستانیان دي چې په داسې ناوړه چارو کې بوخت دي. ریمنډ ډیوس د دې ادارې په مشرۍ سربیره د نورو ادارو لکه بلک واټر او د پښتونخوا په سرحدي سمیو کې د سي آی اې په مشرۍ د یوې بې نومه ادارې لخوا د هېواد دښمنه او د ډرون حملو ( بې پایلټه بریدونو) مسؤل دی.
* دا بې نومه اداره د پښتونخوا په سرحدي سیمو کې د امریکا په غوښته جوړه شوې وه. د دې ادارې موخه د طالبانو د مرستې لپاره له سرحده تیریدونکیو وګړو مخنیوی و. پاکستاني حکومت د امریکې ترفشار وروسته امریکې ته له بلوچستان نه نیولې تر سواب پورې د څارنیزو پوستو جوړولو اجازه ورکړ ې وه. په همدې ډول سی آی اې ، امریکايي میرین ( بحري ځواکونه) او اف بي آی ګڼ کسان په سرحدي سیمو کې وګومارل. او په افغانستان کې د هندي استخباراتي ادارې ( را) لخوا جوړې شوې شبکې سره یې اړیکې ټېنګې کړې. په همدې ډول سي آی اې د ( را) په مرسته زموږ په سرحدي سیمو کې نه یوازې خپل جاسوسي جال وغړاوه بلکې د افغان جګړې لوری یې پاکستان خوا ته راواړاوه.( ما د دې سازش یادونه څو کلونو مخکې په یوه ملي ورځپانه کې د \" د پاکستان خلاف د نړیوالو سازشونو جال \" تر سرلیک لاندې کړې وه.) پاکستانی پوځ له ۲۰۰۵ز کال راهېسې له نوموړویو سازشونو سره لاس او ګریوان دی چې د بلوچستان خپلواکۍ پوځ ، د پاکستان طالبانو غورځنګ او په سوات کې د شریعت نفاذ تحریک په بڼو راڅرګند شوي دي. تر ۲۰۰۵ ز کال مخکې له قبایلي سیمو څخه یوه ګولۍ هم د پاکستان پر لور ویشتل شوې نه وه، خو اوس له بده مرغه د سي آی اې او ( را) د سازشونو له امله حالات دومره زیات خراب شوي دي چې پاکستان له بیلابیلو خطرونو سره مخامخ دی.
* په پاکستان کې د سي آی اې د مرستې لپاره ګڼې ناحکومتي موسسې (NGOs ) کار کوي. په دې کې فاټا پرمختیايي اداره (FDA ) هم شامله ده. په افغانستان کې له روان پوځي عملیاتو سره د دې موسسې مرستې د اهمیت وړ دي. د ډیوس د نیول کیدو له امله د امریکې او پاکستان اړیکې ډیرې خرابې شوې دي. اوس امریکه دا ګواښ کوي که ریمنډ ډیوس پرینښودل شي نو پاکستان به ناوړه پایلې وزغمي . د ولسمشر زرداري دا وینا سمه او پرځای ده چې امریکه باید د وروستۍ پریکړې کولو څخه ډډه وکړي ځکه زموږ محکمې د دې قضیې پریکړه کوي.