
بې ځوابه
لیکوال : ګل
رحمن رحماني
هېڅکله دا
هڅه مه کوه او مه په دې کوچنۍ نړۍ کې چې حتی زموږ خیالونه هم په کې نه
ځاېیږي چاته اجازه ورکوه چې زما او ستا دژوند هغه رنګینې شېبې بې رنګه کړي چې زه
او ته يې دانسانیت او درد په يوه ډېر زرین مزي سره وتړلو،د نا اشنايۍ له تور ځنګل
يې رابهر کړو، لمر او غرونو ته مو دښکلا او درنښت له عینکو وکتل ،ارواوې مو لکه
دوه یاغي اسونه دژوند په شنه صحرا کې ډېرو وړاندې پړاوونو لاړې ، بلا ګلونه او
چمنونه يې تر پښولاندې کړل او دهغه ښکلاګانو ننداره يې وکړه چې تر اوسه مو خوبونو
هم راباندې نه وې لورولې .
دا رنګینه او اررښتمنه خزانه همداسې
وساته پریږده چې زړونه مو په همدې خوښ وي ، چې موږ هم يو څه لرو او په دوو ژوندیو
قبرونو کې پرې سرهسکې جنډې درلولی شو بیا به يې له هر رپ سره
دژوند وږمه خوروي .
زه پوهېږم چې ته دغه شېبې لوټوې ،اوهغه
خزانې راسپړې ، صحراته يې غورځوې چې باد او بارانونه يې له ځان سره يوسي ، که
همداسې نه وي نو بیا دې ولې هغه شېبو ته سپکاوی وکړ چې مابه د ډېرې ستړيا په مهال
هم په ذهن کې راوستلې او بیا به مې يوه شېبه خپل نا ارامه فکرونه ورباندې ارامول
او احساسوله به مې چې له شور او شره په يوه ډېر لرې ټاپو کې ګرځم او دژوند له راز
او رنګینو څخه خوند اخلم .
ته پوهیږې چې زه يو وخت
خالي لاس وم دغه ډالۍ خو تا راته په خپلو لاسونو راکړه او ما له زړه نه ومنله او
په ویاړ سره مې دیوه مات زړه په لمارۍ کې کېښوده ،سهار اوماښام به يې په لیدلو ما
دژوند نوی پړاوو پیل کاوه .او په دې ډاډه وم چې يو څوک مې یادوي او لږ تر
لږه دژوند يوه داسې شېبه شته چې يو څوک مې په یاد کړي .
اوس ته څه حق لرې چې دغه ډالۍ له
مانه بېرته اخلې ؟ که زه يې دساتلو نه يم نو نه به دې راکاوله، زه څه یادوم نه
پوهېږم ؟ خو ته پوهېږې چې ستا هغه يو څو لیکونه چې ماته دې را استولي همدغه
ډالۍ او خزانې دي چې زه ورباندې دزړه تسل کوم او تل به دشاعرانو غوندې دشاعرانه
الهام په څېر راته ګران وي ، هر ماښام او سهار به ورباندې دشعر ، سندرو ،
انځورونو او موسیقۍ مینه ماتوم او دې ته به نه وم مجبور چې دغزل شپو، دموسیقۍ
خوبوړو محفلونو يا سهار وختي دبڼونو نندارې ته لاړشم .
هیله ده خپلې دغه ډالۍ ته درناوی
ولرې او همداسې يې زما په زړه کې پرېږدې ګوندې وي دزمانې په کوم پړاوو کې
يوڅوک دخپل نندارتون په انګړ کې نندراچیانو ته ووايي (دا ښکلي لیکونه یوه ستر
اوعالي انسان دتېرې پېړۍ یوه داسې ستومانه زلمي ته لیکلي چې دژوند په وروستیو
سلګوکې يې هم ځواب ونه شو لیکلی او پای کې يې دلحد په غاړه خپل قلم مات کړ
خو زره رنګ هم په کې نه وو ))
۱۳۸۹-۱۱-۷