شاعران

ل: خلیل جبران
ژ: قسیم عثمان
د یو مېز په شاوخوا څلور شاعران ناست وو. لومړني وویل: زه په تخیل کې په خپله درېمه سترګه ګورم چې د دغه شرابو خوشبويي پورته داسې ولاړه ده لکه په یو ښکلي ځنګل د مرغیو ورېځ.
دوهم شاعر خپل سر راپورته کړ او ویې ویل: زه په خپل دنني غوږ اورم چې دغه مرغۍ سندرې وايي او راګ یې زما په زړه داسې قبضه کوي لکه یو سپین ګلاب چې په خپلو پاڼو کې د شاتو مچۍ بندي کړي.
درېم شاعر خپلې سترګې پټې کړې، لاسونه یې پورته وغځول او ویې ویل: او زه یې په خپلو لاسونو سره مسح کولی شم. زه د هغوي وزرې داسې احساسوم لکه د یوې خوب وړې ښاپېرۍ ساه چې زما له ګوتو سره لږیږي.
له دې وروسته څلورم شاعر پورته شو، کاسه یې هم له ځان سره واخیسته او ویې ویل: آه ملګرو! زما د لیدلو، اورېدلو او لمس کولو سره هېڅ زړه راښکون نشته. زه د دې شرابو خوشبويي نه شم لیدلی، نه یې غږ اورېدلی شم او نه د دې د وزرونو پړکا لمس کولی شم. زه پخپله شراب پېژنم. نو ځکه یې اوس باید وڅکم تر څو هغه زما حسونه قوي کړي او ستاسو په څېر مې کمال ته ورسوي. له دې سره یې کاسه شونډو ته پورته کړه او بېرته یې تشه پر مېز کېښوده.
د درې واړو شاعرانو خولې خلاصې پاتې شوې، څلورم ته یې په رډو رډو کتل او د هغوي له سترګو څخه تږې کینه له ورایه برېښېده.