توبه

لیکوال: خليل جبران
په تیاره شپه کې د خپل ګاونډي بڼ ته ورواښت او تر ټولو ستره هندواڼه یې ورڅخه له ځان سره کور ته راوړه. هندواڼه یې ماته کړه خو ویې لیدل چې لا تراوسه خامه ده. له حیرانتیا پر ځمکه مېخ پاتې شو. د هغه ضمیر ویښ شو، د هندواڼې په غلا پښیمانه او توبه یې وویسته.