یمه حیرانه ربه

ما ویل چې سپینې واورې
به دوطن په سوځیدلي لمن ووریږي
زما دوطن په زړګي
چې د مودو راهیسې
د سرو لمبو بلا خوره وره ده
د خپلو سپینو او سپیڅلو پرخو
په سوړ وریښمین دسمال کې ونغاړي
او تلوسه یې د بدمرغه شیبو
خپل درحمت په غیږه ورغوي
خو یو نا څاپه
د یو لوری راته
د یو ماشوم سلګۍ په چغو شولې
مخ یې و لوندپه خپلو ورکو اوښکو
راته یې وویل په وړه ژبګکی
ژما شاله شي یمه وړی تږی،زما ساړه شي یمه وږی تږی
لاش دې کله لپې د الله دلبال ته ،لاس دې کړه لپې د الله دربار ته
ولته ووایه سلوواولو په ژای،ورته ووایه سړو واورو پر ځای
      مونږته یوه ګوله دودی، مونږ ته یوه ګوله ډوډی   
او چه د تن ګلمې جامې پیلژوکله، او څو د تن ګرمې جامې پیررزو کړه
اوس یم حیرانه ربه
چې مې د سوی وطن
ستي پتي زړګي ته
د یخو واورو ټکور وغواړمه
اوکه ادعا ته د دې خوار ماشوم په چغو ، چغو وژاړمه
اوس یم حیرانه ربه
یمه حیرانه ربه